لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په لومړي ځل په شخصي فضایي راکټ کې دوه امریکایي خلابازان فضا ته ولېږل


واشنګټن ــــ امریکې له تقریباً یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل د خالي- شنبې په ماسپښین دوه امریکایي خلابازان د یوې شخصي کمپنۍ سپېس ایکس په فالکن 9 فضایي بېړۍ کې فضا ته ولېږل.

د ډاګ هرلي او باب بینکین په نامه دغه دوه ستورمزلي د مې په ۳۰مه د امریکې په وخت ماسپښین پوره پر 3:22 بجې د فلوریډا ایالت له کېنېډي فضایي مرکزه د یوې شخصي کمپنۍ په راکټ کې فضا ته روان شول.

د دې فضایي بېړۍ یا راکټ د توغولو نندارې ته د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پینس هم په یوه اوونۍ کې په دویم ځل فلورېډا ایالت ته ورغلي وو. د دې تر څنګ شاوخوا ۳ میلینه نورو خلکو یې هم آنلاین ننداره کوله او ډېر خلک یې د فضایي مرکز په شاوخوا کې د سمندر پر ساحلونو او سړکونو هم نندارې ته ولاړ وو.

تقریباً لس کاله مخکې د امریکې فضایي ادارې ناسا فضا ته د خپلو فضایي بېړیو لېږل بند کړي وو، چې له هغه راهیسې یې خلابازان د روسي فضایي بېړیو (راکټونو) په وسیله نړیوال فضایي مرکز ته تلل.

سپېس ایکس کمپنۍ د ایلن مسک په نوم د امریکې د کېلیفورنیا ایالت یوه اوسېدونکي- چې په اربونو ډالر شتمني لري- په ۲۰۰۳م کال کې جوړه کړه. په فضایي څانګه کې دا د نړۍ لومړنۍ شخصي کمپنۍ ده چې تر دې وړاندې یې د مځکې له مداره د فضایي بېړیو د لېږلو تجربې کړې دي.

فضا ته د راکټ لېږلو او په خوندي توګه بیرته مځکې ته د را کښته کولو تر کامیابه تجربو وروسته نن په لومړي ځل دغه دوه امریکایي ستورمزلي په فالکن ۹ راکټ کې فضا ته روان شول، چې ټاکل شوې په ۱۹ ګنټو کې به نړیوال فضایي مرکز ته ورسېږي.

فضا ته تلونکي دغه دواړه امریکایي ستورمزلي پخواني پوځي پایلټان دي.‌ فضا ته تر روانېدو مخکې یوه خلاباز ډاګ هرلي وویل: "ځئ چې دا شمع بله کړو".

ټاکل شوې وه چې دغه دوه امریکایي خلابازان د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ فضا ته لېږل شوي وای، خو د فلورېډا ایالت د کېنېډي فضایي مرکز په شاوخوا کې د توپاني موسم له کبله یې سفر ځنډېدلی وو.

له امریکې څخه په ۲۰۱۱م کال کې هم خلابازان فضا ته لېږل شوي وو، خو بیا ناسا خپلې فضایي بېړۍ بندې کړې او پر امریکا یې ټینګار وکړ، چې له نړیوالو شریکانو سره خپل ستورمزلي د روس په فضایي بېړیو کې نړیوال فضایي مرکز ته ولېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG