لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین د کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شو


منظور پشتین دتیرې میاشتې په وړومبۍ اوونۍ کې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ اؤ ځان یې قرنطین ته اچولی ؤ.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور پشتین د کرونا ناروغۍ څخه یو وارې بیا روغ شوی اؤ ټیسټونه یې صفا وتلي دي.

منظور پشتین دتیرې میاشتې په وړومبۍ اوونۍ کې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ اؤ ځان یې قرنطین ته اچولی ؤ.

دمنظور پشتین ترڅنګ د پي ټي ایم یو بل مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی علي وزیر هم په کرونا وایرس اخته شوی ؤ.

هغه دخپل قرنطین په شپو ورځو کې دټولنیزې رسنۍ فیس بک دلارې په یوه ویډیو کې په عامو خلکو غږ کړی ؤ چې که چاته کرونا وايرس وشي نور ډېر دې ونه ويرول شي چې هغه ترې نور د پرېشانۍ ښکار شي.

هغه د پي‌ ټي ایم فعالینو ته هم لارښوونه کړې وه چې که حکومت لاک ډاؤن ختموي او که يې نه ختموي خو د پي ټي اېم ملګري دې ځانونه او خپلې کورنۍ قرنطين کړي.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې ویلي وؤ د کرونا وايرس د خورېدو سره په پښتنه خاوره په ریاستي توګه د عامو پښتنو خلاف روان ظلم او جبر هم نه دی کم شوی اؤ د نامالومو خلکو لخوا اوس هم د پښتنو وژنې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG