لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ادریس خټک لور: خبره نه یم پلار مې چا تښتولی خو روغ یې را خوشي کېدل غواړم


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې له څه دپاسه شپږنیمو میاشتو راهیسې د بشري حقونو د بې درکه مبارز ادریس خټک لور وایي، عدالت یې یواځې د پلار د بیرته راتلو لپاره هیلې ورکوي خو حکومت ورته دا نه دي ویلي چې پلار یې چا وړی او نه یې د هغه د ژوند او صحت په اړه څه ورته ویلي دي.

د ادریس خټک لور تالیه خټک د نهې- سه شنبې په ورځ د وي او اې ډیوه له همکار پیر زبیرشاه سره د سکایپ له لارې په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د جون په ۱۳مه به یې د پلار د ورکېدو اووه میاشتې پوره شي خو وایي تر اوسه چا [حکومت یا بلې ادارې] ورته ونه ویل چې پلار یې چرته دی:

"په لومړۍ میاشت کې خو یې زموږ ایف ای آر هم نه اخیست، بیا موږ عدالت ته لاړو او تقریباً هره میاشت به اورېدنه وه چې هلته به یې راته ویل بس بلې هفتې ته به دې پلار راشي خو له هفتو میاشتې ووتې پلار مې رانغی او نه موږ په دې خبر یو چې هغه ټیک دی که نه دی".

56 کلن ادریس خټک د نومبر په 13مه نېټه صوابۍ ته پر لاره له خپل موټرچلوونکي سره یو ځای ناپېژاندو کسانو وتښتاوه چې ډرېور یې وروسته خوشی کړ. د بشري حقونو نړیوالې ادارې تېره میاشت تور پورې کړی وو، چې پاکستاني چارواکي د ادریس خټک په اړه سنجیده پلټنې نه کوي.

د ادریس خټک لور وایي په لومړیو میاشتو کې خو به یې د پلار د بې درکۍ په مقدمه کې عدالت یواځې تاریخونه ورکول، خو وایي اوس یې بل تاریخ هم نه دی ورکړل چې د مقدمې اورېدنه به بیا کله وي.

شل کلنه تالیه خټک د ادریس خټک له دوو لوڼو اولادونو د هغه کشره لور ده، چې دا مهال په اسلام اباد کې د کمپیوټر ساینس زدکړې کوي. هغه وایي دا یې لومړی اختر وو چې بې له خپله پلاره یې تېر کړ:

"له موږ سره [په مقدمه کې] بې د عدالت له اورېدنو بله لار نه شته، کېدای شي چې موږ خپل اواز اوچت کړو نو حکومت یا څوک نه څوک به زموږ خبره واوري او له موږ سره به [د پلار په موندلو کې] مرسته وکړي".

تالیه خټک وايي هغه نه پوهېږي چې پلار به یې چا تښتولی وي او یا به یې په تښتونه کې د چا لاس وي، خو وایي یواځینۍ غوښتنه یې دا ده چې پلار یې بیرته روغ رمټ را خوشي شي. تالیه خټک وایي د پلار تر بې درکۍ وروسته په دې پوه شوه چې په پاکستان کې د بشري حقونو او د حقایقو را سپړنو لپاره کار کول څومره له خطره ډک دی:

"زه په دې خبره وم چې د بشري حقونو مبارزینو او خبریالانو ته اکثر خطر وي او ګواښونه هم ورته کېږي خو په دې نه وم خبره چې داسې پېښې به ورسره کېږي، خو له موږ سره چې وشو نو په دې پوه شوم چې د داسې کسانو په کورنیو به څه تېرېږي، نو زه اوس په دې خبره ویاړم او خوشاله یم چې زما پلار د نورو دپاره اواز اوچتاوه".

ادریس خټک د پښتونخوا د نوښار سیمې اوسېدونکی دی او په پاکستان کې یې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان ته کار کړی وو. د دې تر څنګ هغه د بلوچستان صوبې د ملتپال نېشنل ګوند غړی او پخپله صوبه کې د ګوند جنرل سیکرټري دی.

د پاکستان مرکزي او د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت تر اوسه د ادریس خټک تر بې درکۍ وروسته تر اوسه څه نه دي ویلي چې د هغه د موندنې لپاره یې پلټنې په کومه کچه روانې دي او نه یې د هغه د مرګ او ژوند په اړه څه کره معلومات خپاره کړي‌ دي. د ادریس خټک د تښتونې ذمه واري هم تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG