لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دپاکستاني طالبانو تحریک دافغانستان څخه کنټرولوي،دپاکستان تور


پاکستان دهند هغه تورونه په سختۍ سره رد کړي چې ویلي یې وؤ پاکستان کې د ریاست په مرسته دناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو اؤ کسانو خوندي ځالې اوس هم شته.

د زیارت په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر پخپل یو بیان کې ویلي چې دنړیوالو بندیزونو په هکله دملګرو ملتونو دڅارندویه ډلې رپورټ دپاکستان دا دریځ رېښتونې ثابتوي چې دپاکستاني طالبانو تحریک هند دافغانستان څخه کنټرولوي.

هند لا په رسمي تور د پاکستان دې تازه تور ته ځواب نه دی ویلی خو اوړمه ورځ دهند دبهرنیو چارو د وزارت ویاند اوراګ سري واستو ویلي وؤ چې دملګرو ملتونو دڅارندویه ډلې په رپورټ کې دهند هغه دریځ سم منل شوی چې وایي پاکستان کې اوس هم د ریاست په مرسته د وسله والو ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو خوندي ځالې موجودیت لري.

پاکستان ویلي هند دغسې تورونه دنړیوالې ورورلۍ بې لارې کولو په موخه لګوي اؤ دپاکستان بدنامولو دپاره یې دملګرو ملتونو رپورټ په ناسم ډول وړاندې کړی چې دا دافغانستان امن اؤ ثبات ته هم خطرې راولاړوي.

دنړیوالو بندیزونو په هکله دملګرو ملتونو څارندویه ډلې پخپل یوولسم راپور کې ویلي طالبان باوري دي چې هغوئ دطاقت په زور اقتدار ترلاسه کولی شي اؤ دا ګواښ موجود دی چې هغوئ به بین الافغاني خبرې اترې تر هاغه وخته دځنډ ښکار ساتي ترڅو چې افغانستان څخه نړیوال ځواکونه وتلي نه وي.

کابل، واشنګټن اؤ نوي ډلي بیلابیلو وختونو کې اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی خو په دې وروستیو کې امریکې افغانستان سوله کې د پاکستان د کردار ستائنه هم کړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر پخپل بیان کې ویلي دملګرو ملتونو څارندویه ډلې په ازادانه ډول اندازه لګولې ده چې هند څخه بهرني ترهګر دداعش خراسان څانګه کې ورګډیدو دپاره افغانستان ته ځي اؤ دملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه منظور شوي قرارداد کې دهند څخه غوښتنه شوې چې افغانستان ته دترهګرو د اوړیدو مخه ونیسي.

بیان کې ویل شوي چې دملګرو ملتونو دڅاروندیه ډلې رپورټ کې پاکستان کې دترهګرو د خوندي ځالو دموجودیت په اړه هیڅ حواله نشته.

دملګرو ملتونو دنړیوالو بندیزونو په هکله څارندویه ډلې پخپل یوولسم رپورټ کې دا هم ویلي وؤ چې دا مهال افغانستان کې په ۲۱ؤ ولسوالیو طالبان واک لري اؤ هغوئ دافغانستان په ۶۰فیصده خاوره د خپل واک ټینګولو هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG