لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستاني مېډیا کې د امریکې احتجاجونه ښکاري خو د پاکستان احتجاجونه نه


واشنګټن ــــ په امریکا کې تېره اوونۍ د وژل شوي تورپوستي تن په ضد احتجاجونو ته په پاکستاني رسنیو کې هم زیات ځای ورکړل شوی، چې پر ټولنیزو رسنیو ورباندې نیوکې شوې او وایي چې په پاکستان کې دننه د بې درکه خلکو او د بشري حقونو پر سرغړونو پټه خوله ده خو د امریکا احتجاجونه ښکاره کوي.

سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک دا د پاکستاني رسنیو دوه مخیتوب ګڼي، چې وایي د شمالي وزیرستان د خړ کمر د پېښې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي عارف وزیر پر وژنه هیڅ نه وایي، خو د امریکې حالات ښکاره کوي:

"که اپوزیشن ګوندونه کله تنقید وکړي هغه هم په مېډیا کې نه ښکاري نو داسې ښکاري چې په پاکستان کې پر رسنیو ډېر فشار دی، د عارف وزیر وژنه، جنازه او بیا لوی احتجاونه وشول خو خبر یې نشر نه شو، د بهر مظاهرو ته ګوته نیول کېږي خو په کور کې چې کوم کار کېږي په هغه پابندي ده".

څېړونکي وایي چې پاکستاني رسنۍ په تېرو دوو کلونو کې دومره تر فشار لاندې دي چې نه یواځې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونو او نورو فعالیتونو بلکې د اپوزیشن ګوندونو مظاهرو ته هم کورېج نه ورکوي.

د پاکستان د ډان ټیلیویژن چېنل خبریال انعام خټک وایي، د پاکستان "واړه قومونه" اوس په دې پوه شوي‌ دي‌ چې ملکي مېډیا د دوی ستونځو ته پام نه کوي ځکه نو له هغوی سره اوس پر سړکونو له احتجاج کولو پرته بله لار پاتې نه ده:

"د وزیرستان خلکو چې کورونه پرېښودل ولې هغوی به دا هم نه وایي چې موږ ته معاوضه نه ملاوېږي؟ له اسلام اباده چې تر ډېره اسماعیل خانه د سیپېک کومه موټروې جوړه ده دا کرک، بنو، لکیمروت هاغه تر وزیرو مسودو پورې لینک نه لري، د کرک خلکو ته ګېس ولې نه ورکوي دا خو د دوی آییني حقوق دي، دا خلک به تر کومه تاسو چپ کړئ، همدغه وجه ده چې دا خلک احتجاجونه کوي هغوی ته پته ولګېده چې په مېن سټریم مېډیا کې د دوی اواز څوک نه اوچتوي".

افراسیاب خټک وایي پاکستاني مېډیا د پوځ په کنټرول کې ده، وايي که رسنۍ د پوځ تابعداري ونه کړي نو له بدو نتیجو سره مخ کېږي، چې وایي پر ډان ورځپاڼه او جیو ټیلیویژن بندیزونه یې ښکاره مثالونه دي.

د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو په قایمه کمېټۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی عثمان تره کی د وړو قومونو له خوا د مېډیا کورېج په هکله ګیلې تر ډېره حده جایزې ګڼي:

"د خیبرپښتونخوا او فاټا [له خیبرپښتونخوا سره یو ځای شوې ضلعې] په اړه چې زموږ د مېډیا کوم رول دی او د خلکو تحفظات دي له دې به موږ خان صاحب [وزیراعظم عمران] خبروو او په اسمبلۍ کې به هم دا خبره را اوچتوو چې مېډیا خپل کردار په ازادۍ سره ادا کړي".

په امریکا کې د روانو احتجاجونو په اړه په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو هم غبرګون مخې ته راغلی دی. د حبیب الله ترین په نامه یو تن په خپل ټویټ کې په پاکستان او امریکا کې د پولیسو له خوا پر عامو خلکو د تشدد او هغه ته د غبرګون په هکله لیکلي:

"د نقیب الله مسود په شمول د 444 پاکستاني وګړو په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار د قانون له منګولو تر اوسه خلاس ګرځي، خو د یو وګړي په وژنه د ټول هېواد بهر راوتل دا ښیي چې امریکا د ژوندیو خلکو ملت دی".

د بلال سیال په نامه یو تن په خپل ټویټ کې لیکلي چې که د امریکې او پاکستان د پولیسو جاج واخیستل شي نو راو انوار ته شکر کول پکار دي چې په پاکستان کې پیدا شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG