لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وايرس په تېزۍ سره خورېدو بوږنولی يم، ډاکټر فاؤچي


په امریکا کې د وبايي ناروغتياګانو تر ټولو غټ پوهاند ډاکټر انتهوني فاؤچي ویلي، کرونا وايرس د هغه تر ټولو ويرونکی خوب دی او دا چې څومره په تېزۍ سره خور شوی او مړينې يې وکړې، دې بوږنولی دی.

نوموړي د بائيو ټېکنالوجۍ کمپنيو د لوړ پوړو افسرانو يوې غونډې ته په وېنا کې ویلي، کرونا وايرس په څلورو مياشتو کې نړۍ وړقوله او دا وايرس لا نور پسې خوريږي.

هغه ويلي، پوهه ؤ چې داسې يوه وبا خورېدی شي خو دې څيز ډېر بوږنولی دی چې دا په نړۍ کې ډېره په تېزۍ خوره شوه.

فاؤچي داسې قسمه وبايي ناروغتياګانې په نړۍ کې په شپږو میاشتو کې خورېدی شي خو کرونا يواځې په يوه مياشت کې خوره شوه او د دې علت د دې وايرس په تېزۍ د خلکو نه يو بل ته لګېدل او اغېزمن کول او د اغېزمنو په نړۍ کې خورېدل ؤ.

ډاکټر فاؤچي د کرونا ضد ويکسينو په اړه ويلي چې د دې دپاره به ډېر ويکسين جوړ شي د ځینو ازموينې روانې دي او ځينې داسې دي چې په جولايۍ کې به يې په غټه کچه ازموينه وشي.

هغه ويلي په دې کار روان دی چې دا وايرس څنګه په وجود حمله کوي او دا هم کتل کیږي چې د دې نه روغ شوي کسان په بشپړ ډول روغ هم شي که نه شي؟.

هغه ويلي په اېچ ايي وي اېډ ډېرې څيړنې کړي او اېډ د کرونا وايرس په پرتله ډېر ساده دی.

ډاکټر فاؤچي ويلي نه دی خبر چې د کرونا دا لړۍ به په کم ځای ودريږي ځکه چې د هغه په وېنا دا اوس هم په ابتدايي پړاؤ کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG