لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ مرکزي حکومت ته امر کړی د پیټرولو مسئله دې په درو ورځو کې حل کړي


پېښور ــــ د پېښور هايکورټ په ملک کې د پېټرولو د بحران په اړه په خپل اخېستي نوټس د کېس اورېدنې په مهال د پاکستان مرکزي حکومت ته امر کړی، چې د پېټرولو د کمي مسئله په درې ورځو کې حل کړي او په دې اړه تفصيلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

په عدالت کې تر اورېدنې وروسته د پېټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان مېډيا ته ويلي چې د تېلو زېرمې (ذخيرې) ورته په لاس ورغلي او کومه مافيا چې د تېلو په بحران پېدا کولو کې ککړه ده د هغې خلاف يې کاروايانې پېل کړي دي.

د کېس اورېدنه چې د پېښور هايکورټ د قاضي قېصر رشيد او قاضي ‌محمد علي دوه کسيز بينج کوله، پرون د شورو- چارشنبې په ورځ د پېټروليم وفاقي وزير او د قامي احتساب ادارې (نېب) مشر عدالت ته ور بللی وو.

نن په دويمه ورځ د کېس د اورېدنې په موقع د پېټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان او د قامي احتساب ادارې استازی عدالت ته وړاندې شول.

د کېس د سماعت په اړه په پېښور کې د ډان ټيليويژن مشر علي اکبر وايي د پېټرولو د بحران په معامله کې وفاقي حکومت غېر سنجيده رويه اختيار کړې نو ځکه عدالت په خپله د دې مسئلې نوټس واخېست:

"عدالتونه هله مداخلت کوي چې کله د حکومت کارکردګي سمه نه وي، هم دغه شان نن لسمه ورځ ده چې په ملک کې د پېټرولو بحران روان دی او ځينې د تېلو پمپونه خو بېخي بند دي او په کومو کې چې پېټرول مېلاويږي هغوی ته په سلګونو خلک په قطار کې ولاړ وي".

نوموړي زياته کړه د پېټرول د تر لاسه کولو د پاره پمپونو ته راغلي سلګونو خلک د کرونا وبا په مهال هیڅ ډول احتياط نه کوي او نه ضلعي انتظاميه او پوليس په هغوی ټاکل شوي احتیاطي تدابیر مني چې له امله يې دا وايرس نور هم خورېږي.

د اورېدنې په مهال قاضي قېصر رشيد د پېټروليم وفاقي وزير ته وويل چې ولس په تکليف کې دی او حکومت بې ګټې غونډې کوي، هغه دا هم وويل يوې خواته کرونا وبا ده او بل اړخ ته د چينو (بورې)، اوړو او د تېلو بحران دی نو حکومت په دې معامله جواب ولې نه ورکوي.

د مقدمې تر اورېدنې وروسته له مېډيا سره د خبرو په مهال د پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان وویل، چې اوس هم د راتلونکو لسو ورځو د پاره د پېټرولو ذخېرې شته، خو وایي مافيا عام ولس ته په ارزانه بيه دغه تېل ورکول نه غواړي، وایي حکومت د مافيا خلاف کار کوي او د پټرولو بحران به زر قابو کړي:

"په راتلونکو درو ورځو کې به د پېټرولو صورت حال بهتر شي ځکه چې ذخيرې یې مونږ موندلې دي، ايف ای آر درج کړی شوی، خلک مو نیولي او اوس هم اپرېشن روان دی، په دې کې اېف ای اې، د تېلو او ګېس محکمه، د وفاقي حکومت تر څنګ نورې اړونده ادارې په ګډه کار کوي".

عدالت د قامي احتساب ادارې په کارکردګۍ هم نیوکې وکړې او ویې ويل چې د يادې ادارې د کارکردګۍ نه مطمئن نه دي او د کېس اورېدنه يې د روانې جون مياشتې تر 17مې نېټې وغزوله.

په وروستيو کې د پاکستان د وفاقي حکومت له خوا د تېلو په بیو کې تر کموالي وروسته د هېواد په کچه د تېلو زياتره پمپونو کې پيټرول نه موندل کېږي او په کومو کې چې دغه سهولت ورکول کېږي هلته د زياتې ګڼې ګوڼې له وجې خلک د پېټرول تر لاسه کولو د پاره په ګنټو ګنټو انتظار کولو ته مجبوره وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG