لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د غېرت په نامه د وژنو پر ضد انلاین غونډه: "پښتنې ټولنې کې د غیرت نوم او بوج د ښځو په اوږو ايښودل شوی


د جون د مياشتې په ۱۱مه د پښتنو فعاله ښځو یوې ډلې د (پښتون ومن ویوو پواینټ) انلاین غونډه رابللې وه.

په دې بحث یا غونډې کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ښځو د ناموسي وژنو یا د غېرت په نوم وژنو او په کې د ریاستونو رول او کلتور په موضوع خبرې وشوې.

دغې غونډې ته پخواني سنېټر او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک، د قامي اسمبلۍ پخوانۍ ښځینه غړې او مدني فعالې بشرا ګوهر، افغانستان کې د افغان ومن نېټورک مشرې پلوشه حسن وېناوې وکړې.

د غونډې کوربنې او د بشري حقونو مبارزې ګلالۍ اسماعیل د بحث په پېل کې وویل: پاکستان د نړۍ په کچه لومړی هېواد دی چیري چې د غېرت په نوم تر ټولو زیاتې مېرمنې وژل کیږي.

مېرمن اسماعیل زیاته کړه چې پښتنې ټولنې کې د غیرت نوم او بوج د ښځو په اوږو ايښودل شوی دی. او زیاتره وخت کله چې یوه میرمنه غواړي د خپل ژوند فیصله خپل کول غواړي ، د خپل خوښې واده کول غواړي او یا هم داسې څه وکړي چې هغې ته پښتنې ټولنې کې بد کتل کیږي یا کورنۍ یې دا ګڼي چې د دوي عزت ته زیان رسیږي نو هغه د پت یا عزت په نامه ووژل شي.

پخواني سنېټر او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک وویل پاکستان کې د ښوودل شوو شمېرو څخه هم زیاتې ناموسي وژنې کیږي او هغه ځکه چې دا قضیې نه ریپورټ کیږي او کورنۍ دغه جرم پټ ساتي.

ښاغلی خټک په غونډې کې افغانستان کې د اصلاحاتو په لړۍ او د دې په تاریخچې وغږېدو.

ښاغلي خټک وویل: "مونږ په شلمې پيړۍ کې د اصلاحاتو یوه لړۍ ولیده. په افغانستان کې د بن پروسز څلورم ځل دی چې اصلاحات رامنځ ته کوي. لومړۍ ځل د امیر امان الله خان اصلاحات وو چې د ۱۹۲۰م نه وروسته رامنځ شوه. په دې کې د تعلیم، حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ خبرې وې. بیا دویم پړاو کې د سردار داود خان اصلاحات وو کله چې په ۱۹۷۳ کې کودتا وکړه او خپل نظام جوړ کړو. درېیم بیا د خلق ډیموکراټیک نظام وو او هغه خپل یو اصلاحات راوستل او په دې کې د ښځو حقونو خبرې وشوې او څلورم بیا د بن پروسز کې چې کوم آیین جوړ شو، د انتخاباتو نظام راغی، د بشري حقونو ادارې، نور سازمانونه او مدني ټولنې رامنځ ته شوې."

د دې ترڅنګ ښاغلي خټک په پښتونولۍ هم خبرې وکړې.

د قامي اسمبلۍ پخوانۍ ښځینه غړې او مدني فعالې بشرا ګوهر د ښځو د حقونو لپاره په پاکستان کې په اصلاحاتو وغږېده.

مېرمن ګوهر وویل: "پاکستان کې د ښځو حقونو یا بشري حقونو لپاره چې کومې هلې ځلې شوي هغه په درییو برخو کې دي. یو د پاکستان جوړیدو نه سره چې کوم خلک در په در شول او ډیر په کې ووژل شو نو هغه وخت چې کومې ښځې راپاڅېدې د هغوي د پرمختګ او د ټولنې د بهبود لپاره کارونه وکړل. او که هغه کې وکتل شي په ۱۹۶۰کې د اپوا په شان یو سازمان جوړ شو چې په ټول هیواد کې یې څانګې وې هغې سره د مسلمانو کورنیو لپاره ارډیننس قانون راغلی خو هغه وخت ډیکټېټرشېب وو نو سټېټ نه چېلنج کیدلو او د ریاست سره یې په مرسته خپل کار کولو. او بیا دویمې برخې اصلاحات د پيپلز پارټی په دور کې وو او د ښځو ونډه زیاته وه. خو کله چې د ضیالحق دور راغی کوم چې د تاریخ بدترین دور وو په هغه وخت کې د ومن اکشن فورم چې کومې هلې ځلې وې هغه سیاسي وې او د ډیموکراسي لپاره وې. په دې کې ښځې سړکونو ته راووتې او حتا د ریاست لخوا وهلو ټکولو ته هم تیارې وې، جېلونو ته هم په کې لاړې او ریاست یې هم چیلنج کړ. "

مېرمن ګوهر وویل چې اوس هم د پښتنو ښځو لپاره په مبارزې کې ډیرې خوارۍ او هلې ځلې کول پکارې دي.

افغانستان کې د افغان ومن نېټورک مشرې پلوشه حسن وویل چې د افغانستان ولس هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ښځه او نر دواړه د هېواد لپاره کار وکړي او په کار دی چې په هر ډګر کې ورته ونډه ورکړل شي. هغه وايي د افغانستان مېرمنې بیرته په شا تلونکي دي.

مېرمن حسن زیاته کړه: "مونږ په افغانستان کې په ۲۰۰۰ کال کې ۲ میلیونو څخه زیاتې کونډې لرلې او نن ۲۰ کاله نور هم تېر شوي او څومره نورې ښځې کونډې شوي. او دغې هرې مېرمنې د خپلې کورنۍ ساتنه کړې ده. نو څنګه افغانې مېرمنې د افغانستان په بیا ودانیدو کې ونډه نشي اخیستلی. "

مېرمن پلوشه حسن وویل چې حق ورکول کیږي نه اخیستل کیږي‌ او مونږ همدا هڅې کوو چې خپل حق تر لاسه کړو او د طالبانو سره د سولې په پروسې کې هم ونډه ولرو.

په غونډه کې د کورني تشدد پر ضد په پښتونخوا کې د حکومت له لورې د یو بل یا قانون وړاندې کولو غوښتنه هم وشوه.

XS
SM
MD
LG