لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له دوه میلیونو څخه زیات شوی


واشنګټن: په امریکا کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په کورونا د اخته کسانو شمېر له دوه میلینه او ۸۹۷۰۰ څخه اوختی او پرې د مړو شمېر له ۱۱۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

لږ تر لږه یوه روغتیايي کارپوه اټکل کړی چې په امریکا کې به د مړو دغه شمېر تر سپټمبر پورې دوه چنده زیاته شي.

د هاروارډ نړیوال روغتیايي انسټېټیوټ څخه ډاکټر اشېش جا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ سي ان ان ته وویل، "زیات امریکان دې ته تیار نه دي چې بېرته لاک ډاون ته لاړ شي، او زه یې سم درک کولای شم."

خو هغه وویل، "زه په دې هم پوهېږم چې خلک غواړي له وایرس سره څنګ په څنګ ژوند وکړي. دا په دې معنی چې هره ورځ به له ۸۰۰-۱۰۰۰ امریکایانو پورې مړه کېږي.

د امریکا په ۲۱ ایالتونو کې په روانه اونۍ کې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوې دي چې زیاتره یې په ارېزونا، نیومکسیکو، ټکساس او یوتا کې دي.

دغه زیاتوالی په داسې حال کې راغلی چې د کورونا لپاره لګېدلی لاک ډاون په دې وروستیو کې نرم شوی دی.

د زیارت یا پنجشنبې تر ورځې پورې په ټوله نړۍ کې نږدې شپږ اویا لکه کسان په کورونا اخته او تر څلور لکه او ۲۳۸۰۰ زیات یې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG