لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنې د امام په ګډون څلور تنه وژلي


واشنګټن ــــ د افغانستان د پایتخت کابل لوېدیځ لور ته د کارته یې چار په سیمه کې نن په یو جومات کې د جمعې د لمانځه په مهال چاودنه شوې چې څلور تنه پکې وژل شوي دي او اته نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چاودېدونکي مواد په شېر شاه سوري جومات کې دننه ایښودل شوي وو، چې وایي د لمانځه په وخت چاودل شوي دي.

په چاودنه کې د جومات امام مولوي عزیز الله مفلح هم وژل شوی دی. د ځینو افغان رسنیو په وینا، په درو نورو وژل شویو کې هم دوه د مسجد د امام زامن دي.

تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په لسو ورځو کې دویم بمي برید دی چې د کابل په جوماتونو کې کېږي، د جون پر ۲مه هم د کابل په وزیراکبر خان جومات کې چاودنې د مسجد امام مولوي محمد ایاز نیازی او یو لمونځ کوونکی وژلي او دوه یې ټپیان کړي وو چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG