دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هند ،میکسیکو،ناروی اؤ ایرلینډ د راتلونکو دوؤ کلونو دپاره دامنیت شورا غیر دائمي غړي غوره کړي دي اؤ دترکي استازی ولکن بوزیکر یې دکال ۲۰۲۰ اؤ ۲۱م دپاره صدر ټاکلی دی.
دچهارشبنې په ورځ دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډه کې دامنیت شورا د پینځوؤ څوکیو دپاره د اوؤ غړو هیوادونو ترمنځ سیالي وه چې پکې څلور غړي هیوادونه ددغو څوکیو په ګټلو بریالي شوي اؤ جبوتي اؤ کینیا په اړینو رائیو ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.
د ایشیایي سیمې دپاره دغړي ټاکلو په لړکې ۱۹۲ غړو هیوادونو خپلې رایې کارولي چې په دې کې هند ۱۸۴ رایې ګټلي دي اؤ دهیڅ یو هیواد له مخالفت پرته دامنیت شورا غړی ټاکل شوی دی.
هند په وروستي ځل کال ۲۰۱۰م کې دامنیت شورا غیر مستقل غړی غوره شوی ؤ اؤ په هغه مهال یې ۱۹۰ کې ۱۸۷ رایې ترلاسه کړې وې.
اوس یو وارې بیا هند په داسې مهال دملګرو ملتونو دامنیت شورا غیر مستقل غړیتوب ترلاسه کړی دی چې چین اؤ پاکستان سره ددغه هیواد تاؤ تریخوالی په عروج دی.
په امنیت شورا کې اصل واک د مستقلو غړو هیوادونو په لاس کې وي چې د هرې معاملې د ویټو کولو طاقت لري اؤ چین د امنیت شورا دائمي غړی دی.