لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت د سوداګرۍ په هدف د پاکستان ایران پوله د یوې اوونۍ لپاره پرانیسته


کوټه ــــ د پاکستان مرکزي حکومت له افغانستان سره د خپلې ګډې پولې د پرانیستل کېدو تر څنګ له ایران سره هم د خپل دوه اړخیز تجارت په خاطر د یوې اوونۍ لپاره د تفتان پولې د پرانیستل کېدو اعلان کړی دی.

د جزئیاتو له مخې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت له خوا خبرتیا خپره شوې ده. د لارښوونو سره سم په پوله د فعالیتونو په جریان کې د معیاري عملیاتي کړنلارو پلي کول لازمي اعلان شوي دي.

له ایران سره د شاوخوا 900 کیلومیټره اوږده پوله په ایران کې د کورونا ویروس د خپریدو او د لوی شمیر مرګ ژوبلې را وروسته د سوداګرۍ او ټرانسپورت لپاره تړل شوې وه، چې له کبله یې دوه اړخیز تجارت له ستونزو او زیانونو سره مخ دی.

څو ورځې وړاندې د تفتان په سرحدي ښارګوټي کې له پاکستان څخه ایران ته د صادرو شویو آمو لویه برخه ایران ته د ځنډ له امله زیانمنه شوه.

مرکزي حکومت اوس پریکړه کړې چې د تفتان پوله د اوونۍ اوه ورځې د سوداګرۍ لپاره خلاصه وساتي، چې ځایي سوداګرو یې هرکلی کړی دی.

د کوټې چیمبر آف کامرس معاون مشر بدر الدین کاکړ وویل، دا یوه ښه پرېکړه ده چې د دواړو پاکستاني او ایراني سوداګرو په ګټه وي.

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې پاکستان په یوه ورځ کې د کورونا وایروس له کبله په یوه ورځ 118 مړینې تایید کړې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 162,404 ته رسېدلی. په ټول هیواد کې د مړو شوو کسانو شمېر 3,141 ته ورسېد.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG