لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:یو شواروز کې په کرونا وایرس ۱۳۶کسان مړه شوي اؤ نزدې ۵۰۰۰تازه پېښې ثبت شوي


پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال شاوخوا پینځه زره نورې د کرونا وایرس پېښې ثبت شوي اؤ ۱۳۶کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې دکنټرول اؤ‌ عملیاتو دملي مرکز د شمیرو له مخې دکرونا وایرس د نوؤ ۴۹۴۴ پېښو مخې ته راتلو سره هیواد کې د کرونا د ثبت شوؤ پېښو شمیره ۱۶۲۰۶۲ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه دغه هیواد کې په کرونا وایرس اخته ۳۲۲۹کسان مړه شوي هم دي.

دغه مرکز وایي په سندهـ صوبه کې د کرونا ۶۲۲۶۹، پنجاب کې ۶۱۶۷۸،خیبر پښتونخوا کې ۲۰۱۸۲،بلوچستان کې ۸۹۹۸،اسلام اباد کې ۹۹۴۱،ګلګت کې ۱۲۲۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۷۶۹ دکرونا وایرس پېښې ثبت شوي دي.

یاد مرکز دا هم وایي چې د تیرو درېوؤ اوونیو په مهال هیواد کې د کرونا د پېښو کچه پرله پسې لوړیدله خو دپینځوؤ ورځو راپدیخوا دې پېښو کې کمی لیدل شوی دی.

خو د ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کې د وزیر اعظم عمران خان لخوا دجوړ کړل شوي ټاسک فورس مشر عطا الرحمن د شورو یا چهارشنبې په ورځ بلومبرګ خبري ادارې ته ویلي: "اصلي شمېره به د هغه څه په مقابله کې دوه یا درې چنده زیاته وي چې حکومت یې رپورټ ورکوي"

څېړنې وايي په پاکستان کې په تېرو څلورو ورځو کې د روزانه په حساب د ۱۰۰ نه زياتو خلکو ژوند بايللی او په تېرو لسو ورځو کې د ۱۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د شخصي ميډيکل کالج يو مشر ډاکټر امير خان وايي په پاکستان کې چې حکومت کومې شمېرې ورکوي د دې په درې چنده خلک مري او مريضان هم په زياتېدو دي.

د وایرسو د خوریدو دا لړۍ دمئ په میاشت کې وروسته له هغې چټک شوې چې حکومت پرځائ کړل شوي ټول بند کې نرمښت اعلان کړو .

اوړمه ورځ دپاکستان حکومت یو ځل بیا دهیواد بیلابیلو ایالتونو کې ۲۰ستر ښارونه د کرونا د خوریدو په لړ کې خطرناک بللي وؤ اؤ هلته یې دټیټې کچې د ټول بند اعلان کړی .

په دغو ښارونو کې دخیبر پښتونخوا پېښور، مردان، سوات اؤ ملاکنډ سیمې هم شاملې دی.

پاکستان کې دمخالفو سیاسي ګوندونو مشران د کرونا وایرس دلړۍ چټک کیدو ذمه وار حکومت ګرځوي اؤ وايي کله چې دا وایرس زیات نه ؤ خور شوی نو حکومت لاک ډاؤن پځائ کړو خو کله چې وایرس په چټکتیا سره خور شو نو لاک ډاؤن یې نرم کړو

خو حکومت وایي چې د هیواد کمزوری معیشت دسخت لاک ډاؤن د زغملو توان نه لري اؤ ولس ته به پخپله احتیاط کول و

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG