لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د 923 اربه روپیو بجټ وړاندې کړ


واشنګټن ـــــ د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړه نن د جمعې په ورځ د مالي کال ۲۱۔۲۰۲۰ صوبايي بجټ پېش کړ، په بجټ کې د اخراجاتو اندازه ۹۲۳ اربه روپۍ لګول شوې ده۔

د بجټ تقرير په مهال تېمور سليم جګړه وویل، چې په صوبه کې د ترقياتي کارونو د پاره ۳۱۷ اربه روپۍ ځانګړې شوې او په دغو پېسو کې به ۹۶ اربه روپۍ د قبايلي سيمو په پرمختګ هم لګول کېږي.

د بجټ اجلاس په موقع د وزير خزانه تېمور سليم جګړا وېنا وه چې د د کرونا وبا مخنيوي او علاج د پاره څلروشت اربه روپۍ ایښودل شوې دي. ښاغلی جګړه وایي په کرونا فنډ کې د قبايلي سيمو د پاره هغه ۹ اربه روپۍ هم شاملې دي کوم چې د صوبې په اين ايف سي ايوارډ کې د دغو علاقو برخه جوړېږي۔ د صوبې د صحت شعبې د پاره د بېلو شوو پېسو په اړه هغه د اجلاس په مهال وويل:

"مونږه د صحت په شعبه کې د بندوبستي ضلعو او قبايلي ضلعو د پاره په مجموعي توګه ۱۲۴ اربه روپۍ بجټ مختص کړی دی، په بندوبستي ضلعو کې د تېر کال ۸۷ ارب روپو په پرتله سږ کال ۱۰۵.۹ اربه روپۍ او خواوشا ۱۸ اربه روپۍ د ضم شوو قبايلي ضلعو د پاره ایښودل شوي دي".

هغه دا هم وويل چې د صوبې ټولې ابادۍ ته به د ويړيا علاج ورکولو د پاره صحت انصاف کارډ ورکول کېږي او په دې مد کې ۱۰ اربه روپۍ ځانګړې شوي دي.

د نوموړي په وینا د مالي کال ۲۱۔۲۰۲۰ په بجټ کې نوي ټيکسونه نه دي لګول شوي او نه د ټيکسونو په شرح کې اضافه شوې ده، وایي صوبايي حکومت ځان ته د مالي کال ۲۱۔۲۰۲۰ په مهال د ۳۶ اربه روپیو ټيکس جمع کولو هدف هم ایښی دی:

"په صوبه کې د موجودو هوټلونو او نورو اتلسو پېشو باندې هوټل ټیکس او پروفېشنل ټيکس په دې شرط ختم کړل شوی چې مالکان د کې پي آر ای سره خپل رجسټريشن وکړي، له طبي شعبو سره تعلق لرونکو پېشه ورو خلقو باندې به پروفيشنل ټيکس نه لګېږي او د انټرټېنمنټ يا تفريح ټېکس په مکمله توګه ختم کړل شوی دی".

د صوبايي بجټ په موقع د وزېر خزانه وینا وه چې د نوو استازانو د لګولو تر څنګ د صوبې په مختلفو برخو کې ۳۰۰ د نوي سکولونو جوړولو نه علاوه ۵۳۴ سکولونو ته به ترقي ورکول کېږي. په بجټ کې د تعليم د پاره د ځانګړو شوو پیسو په اړه هغه وويل:

"ټوټل ۴۔۱۵۲ ارب روپۍ د ثانوي تعليم يعني ايليمنټري اينډ سېکنډري اېجوکېشن د پاره ايښودل شوي او د اعلی تعليم د پاره ۳۔۱۹ ارب روپۍ بېلې شوې دي".

په بجټ کې د مقامي حکومتونو د پاره ۵۴ ارب او ۸۵ کرړو روپۍ او د قرضو د سود ادا کولو د پاره ۱۶ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

صوبايي وزير خزانه تېمور سليم جګړه وویل چې وفاق به په دې مالي کال کې د بجلۍ د خالصې ګټې او بقاياجاتو په مد کې څه د پاسه ۵۸ اربه روپۍ ورکوي۔ په بجټ کې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کې هیڅ قسم اضافه نه ده شوې. صوبايي حکومت وايي چې ۸۶ اربه روپۍ به د پېنشن په مد کې ادا کېږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG