لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي عملیاتو کې یې څلور ترهګر وژلي


دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو دعوه کړې ده پېښور کې یې دعملیاتو په مهال څلور ترهګر وژلي خو ددغو ترهګرو هویت یې نه دی ښکاره کړی .

دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د نهې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې یاد څلور ترهګر یې دبېښور په غازي اباد سیمه کې په یو کور د چاپې په مهال وژلي دي.

پولیس وایي په یاده سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په هکله یې د وړاندې نه اطلاع لرله اؤ کله چې دغازي اباد سیمې کې پولیس د ترهګرو نه چاپیره شول نو ترهګرو پرې ناتاره ډزې پیل کړې .

دبیان له مخې دپولیسو ځوابي ډزو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ د ولقې څخه پولیسو ته څلور کلاشنکوفې،شپږ خټین بمونه اؤ په سوؤنو مرمۍ په لاس ورغلي دي.

پولیسو نه ده ښکاره کړې چې دغه ترهګر څوک وؤ اؤ یا دکومې ترهګرې ډلې سره یې تړاؤ لرو.

تر دې دمخه هم په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان په یو شمیر سیمو کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعملیاتو په مهال د ترهګرو د وژلو دعوې کړی دي خو زیاتره مهال دغسې دعوؤ ته دشک په نظر هم کتل کیږي اؤ په پاکستان کې څېړونکي اؤ دبشري حقونو تنظیمونه دې وژنو ته دمحکمې ترشا د وژنو نوم ورکوی.

په عین حال کې دخیبرپښتونخوا صوبې دپولیسو مشر ثناء الله عباسي ویلي دي چې د ترهګرو په ضد صوبه کې عملیات دوام لري اؤ پولیسو په دې عملیاتو کې مهم بریالیتوبونه ترلاسه کړي دی.

هغه هوډ ښکاره کړی چې پولیس به د اولس د سر ومال ساتنه باوري کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG