لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې د کرونا څخه نور 60 تنه مړه شوي، د مړو ټوله شمېره 3755 ته ورسېده
تازه خبر

پاکستان کې د کرونا څخه نور 60 تنه مړه شوي، د مړو ټوله شمېره 3755 ته ورسېده


په پاکستان کې په تېرو 24 ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته نور 60 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د ټولو مړو شمېره 3755 ته رسېدلې ده، يو لک 88زره926 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 3337 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې مرګونی دی.

په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس 23زره380 معاینې شوي او په نورو 3892 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کرونا وايرس په ملک کې تر ټولو زيات مړي په پنجاب صوبه کې کړي دي.

په پنجاب کې د دې وايرس څخه تراوسه پورې 1516 کسان مړه شوي، په 69زره536 کې د دې وايرس پخلی شوی او 19زره935 ترې ښه شوي دي.

په دوېم نمبر سند صوبه د چرته چې کرونا وایرس تراوسه پورې 1124 کسان مړه کړي دا وايرس 72زره656 کسانو ته شوی او 38زره401 ترې صحتمند وشي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخ د مړو شمېره 855 ته رسېدلې او په 23زره388 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی چې پکې نهه زره385 روغ شوي هم دي.

په بلوچستان کې په کرونا وایرس 106 کسان مړه او نهه زره634 اخته شوي چې پکې درې زره 694 ښه شوي هم دي.

په اسلام اباد کې په کرونا وايرس اخته 108 کسان مړه شوي په 11زره483 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او پينځه 12 ترې صحتمند شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG