لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: مذاکرات کوو خو حکومت دې د سنجیدګۍ او ټولو فریقینو د شریکولو باور راکړي


واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د مذاکراتو وړاندیز ته په جواب کې بشپړه امادګي څرګنده کړه خو وایي حکومت ته پکار دی چې تر مذاکراتو مخکې د باور فضا جوړه کړي او د دوی له غوښتنو سره تړلي ټول ښکېل فریقان هم خبرو ته تیار کړي.

په اسلام اباد پریس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د مذاکراتو په نامه ورسره په تېرو دوو کلونو کې ډېرې ترخې پېښې شوې دي خو وایي بیا یې هم مذاکراتو ته بشپړه تیاري کړې ده:

"موږ یواځې دومره وایو چې حکومت دې د باور جوړېدو لپاره ګامونه ضرور واخلي ځکه چې زموږ باور ته یې زیات زیان رسولی، هر ځای چې مذاکرات کېږي نو باور دواړو خواوو ته موجود وي، یوې خواته ایف ای آرونه، زندانونه، لرګي او توپک زموږ پر سر نیول شوي وي او د مذاکراتو خبره کېږي نو حکومت دې لومړی د باور جوړېدو په اړه د پي ټي ایم غوښتنې ومني چې نړۍ او ټول خلک هم باوري شي چې حکومت سنجیده دی".

منظور پښتین وویل لومړی د 2018م کال په فرورۍ کې د اسلام اباد تر احتجاج وروسته حکومت ورسره مذاکرات وکړل، بیا د همدې کال په مې میاشت کې حکومت ورسره د یوې جرګې له لارې مذاکرات وکړل او بیا د 2019م کال په مې میاشت کې د سېنټ له کمېټۍ سره د دوی مذاکرات پیل شول خو وایي دا ټول مذاکرات د ریاست له خوا خراب شول:

"پر ۳ جون ۲۰۱۸م کال په واڼه کې د پي ټي ایم پر لاریون د امنیتي ځواکونو او طالبانو په ګډ برید کې زموږ څو ځوانان شهیدان شول او تقریباً اووه ټپیان شول او د مذاکراتو بهیر ته فزیکل زیان واړول شو، بیا له سېنټ سره مذاکرات روان وو چې په خړ کمر کې د پي ټي ایم پر مشرانو او احتجاج کوونکو برید وشو او زموږ ۱۶ ملګري پکې شهیدان شول او ۴۸ ټپیان شول او مذاکرات بیا خراب کړای شول، تر هغه وروسته یې هم د مذاکراتو پر ځای زموږ د ملګرو د نیولو لړۍ پیل کړه".

منظور پښتین وویل له سواته تر چمنه چې د پښتنو د ستونځو په اړه د دوی کومې غوښتنې دي‌ هغه به حکومت ته په لیکلې بڼه وړاندې کړي، خو وایي که یې غوښتنې ونه منل شوې او مذاکرات کامیابه نه شول نو بیا به هم د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مبارزې ته دوام ورکوي.

د خبري غونډې په مهال د قومي اسمبلۍ غړي‌ محسن داوړ وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنیادي ستونځه د پښتنو په سیمو کې د طالبانو موجودګي ده، وایي دوی امن او پخپلو سیمو کې د دې سپانسپر شویو ډلو بشپړه منصوبه ختمېدل غواړي.

محسن داوړ هم وویل چې دوی له حکومت سره مذاکراتو ته تیار دي ځکه چې وایي د دوی پرامن تحریک دی او په مذاکراتو باور لري خو ټینګار یې وکړ چې په مذاکراتو کې ټول فریقین هم را شامل کړي چې اشاره یې پوځ او استخباراتي ادارو ته وه:

"وفاقي حکومت ته پکار دی چې د مذاکراتو لپاره د ریاست ټول اړخونه [سټېک هولډر] باوري کړي ځکه چې د دې ریاست ټولې سټرېټیجک پالیسۍ یې هغوی [پوځ] ته سپارلې دي".

د قومي اسمبلۍ بل غړي علي وزیر د خبري غونډې په مهال وو د پاکستان ریاست تل پښتنو، بلوڅانو،‌ سیندیانو او نورو مظلومو خلکو ته د مذاکراتو په نامه دهوکه ورکړې ده، وایي دا ځل که بیا ریاست مذاکرات کول غواړي نو بشپړه تیاري دې وکړي:

"چا چې موږ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی هغوی دې په هره حواله ځانونه پوره کړي، ټول فریقین که سلیکټیډ [راوستل شوي] دي که الیکټیډ [منتخب شوي] دي که ادارې دي ټول دي پوره کړي، له دوی سره نادره موقع ده باید چې په سنجیدګۍ سره ترې ګټه واخلي".

د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د جون پر 15مه نېټه د رسنیو له لارې اعلان وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې د مذاکراتو بلنه ورکړې ده. منظور پښتین په خبري غونډه کې تایید کړه چې پروېز خټک او د قومي اسمبلۍ بل غړي اسد عمر هم دوی ته ټلیفون کړی او د مذاکراتو په اړه یې ورسره رسمي‌ خبرې کړې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG