لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان کډوال وايي د غلام خان په لار بيرته نه پرېښودل کيږي


د شمالي وزيرستان چارواکي وايي د افغانستان سره يې د خلکو د تګ راتګ دپاره د غلام خان بندر لاره نن پرانستې د خلکو تګ راتګ پرې روان دی خو افغانستان ته د شمالي وزیرستان څخه تللي کډوال وايي دوی په پوله ودرول شوي او بيرته خپلو علاقو ته د تلو اجازت ورته نه دی ورکړی شوی.

د افغانستان په خوست ولايت کې د شمالي وزيرستان د کډوالو دپاره جوړ ګلان کېمپ څخه يو وزيرستاني کډوال عبدالله نور د ټيليفون د لارې وي اوای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دا وخت په ګلان کېمپ کې د څلورو زرو پورې د وزيرستاني کډوالو کورنۍ ژوند کوي.

هغه وويل پرون دغه خبره شوې وه چې د خالي/شنبې په ورځ به د غلام خان لاره په خپلو پښو د تلونکو دپاره پرانستل کيږي ځکه نن د سلګونو په شمېره کې کډوال پولې ته راغلي خو په پوله ورته د تلو يا اوړېدو اجازت نه دی ورکړی شوی او ورته ويل شوي چې د چا سره اجازت نامه نه وي هغوی د پولې څخه واپس کړی شو.

هغه وويل دوی ځکه بيرته تلل غواړي چې يو خو په کډوالۍ کې تنګ شوي، کار روزګار نه لري د مالي مشکلاتو سره مخ دي او چې بيرته لاړ شي دوی وايي حکومتي مرستو ته به اړتيا هم ونه لري ځکه چې د چلغوزو د لارې دوی د کال په سر 25 لکه روپۍ ګټي او د تېرو شپږو کالو راهسې دوی داسې پاتې دي.

يو بل کډوال چې عمران نوميږي وايي هغه هم د غلام خان پولې ته تللی چې بيرته خپلې علاقې ته ستانه شي خو د پولې څخه بيرته ولېږل شو.

هغه وويل د کرونا وبا له امله يې په ګلان کېمپ کې ژوند سخت د ستونزو سره مخ شوی هر څه تړلي پراته دي کډوال تنګ شوي او کوم خلک چې د کېمپ څخه بهر پاتې کيږي هغوی نور د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي د دوی سره کره شمېره نه ده مالومه چې افغانستان ته د شمالي وزيرستان څخه څومره کډوال تللي خو د شمالي وزيرستان د انتظاميې سره د پينځه زرو پورې کډوالو خپل اندراج کړی چې بيرته خپلو علاقو ته تلل غواړي.

خو نوموړی وايي دا خلک به د خپلې جوړې تګلارې لاندې راوستل کيږي او دغه پرېکړه به حکومت کوي، او چې حکومت دوی ته اجازه ورکړي پي ډي اېم ای تیاره ده چې دوی راولي او سمبال يې کړي.

د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر شاهد علي ويلي د غلام خان په لار خلک په خپلو پښو اوړي راوړي او دا هغه خلک دي چې د کرونا وبا له امله په ميرانشاه او خوست کې ګېر پاتې شوي وو په دوی کې ښځې، ماشومان او ډرائيوران هم شامل دي.

هغه ويلي د پوره جاج اخستو وروسته خلک پاکستان لوري ته راپرېښودل کيږي او د دوی دپاره په پوله قرنطین مرکز جوړ کړی شوی او د کرونا وايرس معاينې يې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG