لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي ټولنې او افغان ولسمشر له طالبانو د جګړې د ختمولو او مذاکراتو پیلولو غوښتنه کړې


واشنګټن ــــ یورپي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو پر وروستیو وسلوالو بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د بین الافغاني خبرو امکان له منځه وړلای شي.

یورپي ټولنې په داسې وخت کې د طالبانو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې پرون د شنبې- خالي په ورځ هم د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن دوه غړي په یوه ماین چاودنه کې و وژل شول، خو د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې استازي رولېنډ کوبیا د خالي- شنبې په ورځ پر خپل ټویټر د یورپي ټولنې د 27 خارجه وزیرانو او د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوزیف بورېل له خوا د ګډ بیان په یوه برخه کې لیکلي:

"د دوحې [تر تړون] وروسته د طالبانو له خوا په لوړه کچه تشدد او پرله پسې د ترهګرۍ بریدونه د توقع خلاف او د منلو وړ نه دي، چې دا د بین الافغاني خبرو امکان ته تاوان رسوي".

بل لور ته افغان ولسمشر اشرف غني هم یو ځل بیا پر طالبانو ږغ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او را وړاندې شي چې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ولسمشر غني دا خبرې د شنبې- خالي په ورځ په خپل دفتر له افغان سنېټرانو سره د خبرو په وخت وکړې. د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

"د طالبانو بریدونو ته په اشارې ولسمشر د تشدد پر ختمېدو ټینګار وکړ، چې وایي دا به په بیړه د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره مرسته وکړي".

د طلوع نیوز د خبر له مخې ولسمشر غني دا خبرې تر هغه یوه ورځ‌ وروسته کړې چې وایي د افغان امنیتي سرچینو په وینا د افغانستان له 34 ولایتونو څخه په 15 کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې وایي په نتیجه کې یې په تېرو دوو ورځو کې 15 پوځیان وژل شوي دي.

خو بلې خواته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې مېرمن دېبورا لاینز د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ ویلي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ ممکنه خبرو ته محتاطانه هیله لري:

"زه محتاطانه هیله لرم چې د دواړو غاړو د مذاکراتي ډلو تر منځ خبرې به په جولای میاشت کې په راتلونکو څو اوونیو کې په دوحه پیل شي، څنګه چې دواړه غاړې په دې فکر کې دي چې دا خبرې ممکن اوږدې او پېچلې وي، نو ما دوی هڅولي چې د اړتیا وړ نرمښت، دور اندېشي، سولې ته ژمنتیا او د خپلو خلکو لپاره شفقت ښکاره کړي چې دا به خبرې یوې کامیابه نتیجې ته ورسوي".

د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې په داسې حال کې روانې دي چې د دواړه غاړو تر منځ د بندیانو د تبادلې لړۍ هم روانه ده. تمه څرګندېږي چې افغان حکومت سبا نور 400 طالب بندیان خوشي کړي او د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین هم نن پر ټویټر لیکلي چې 34 نور د حکومت بندیان یې په بدخشان کې خوشي کړي دي.

XS
SM
MD
LG