واشنګټن ــــ روس او افغان طالبانو هغه رپوټ رد کړی او بې بنیاده یې بللی چې وایي روس په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو پر سر له طالبانو سره تړلو وسلوالو ته د نغدو روپیو انعامونه ورکول.
د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي وو، امریکايي استخباراتي مامورینو داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو د وژلو پر سر به روس له طالبانو سره تړلو وسلوالو ته انعامونه ورکول.
په واشنګټن کې د روس سفارت پر ټویټر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ رد کړی او له دې ورځپاڼې یې غوښتنه کړې چې داسې جعلي خبرونه دې نه خپروي ځکه چې وایي دا ډول خبرونه یې د سفارتکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي:
"بې بنیاد او ناڅرګند تورونه- چې دې ورځپاڼې خپاره کړي- مخکې له مخکې په واشنګن ډي سي او لندن کې د روسي سفارتونو د مامورینو ژوند ته نېغ په نېغه خطر پېښ کړی دی".
رویټرز خبري اداره وايي هغو مامورینو چې په دې معامله یې معلومات لرل نیویارک ټایمز ته یې ویلي په یورپ کې د روسي استخابارتو هغه ډله چې هدفي وژنې ترسره کوي تېر کال یې په افغانستان کې وسله والو ته د کامیابو حملو په سر انعامونه ورکول.
نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وايي داسې ګمان کیږي چې مذهبي وسله والو ډلو او یا د دوی سره تړلو مسلح مجرمانه عناصرو د انعام یو مقدار پېسې ترلاسه کړي دي.
طالبانو هم د شنبې- خالي په ورځ په خپل یوه بیان کې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې شوې دعوې رد کړې دي او وایي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې د هیڅ یوې استخباراتي ادارې او کوم بهرني هېواد د احسان پوروړي نه دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:
"اسلامي امارت په نولس کلن جهاد کې له هغو وسلو، امکاناتو او وسائلو څخه ګټه اخیستې چې لا وختي په افغانستان کې موجود وو او یا یې وخت په وخت له مقابل لوري نه د جنګ په جریان کې په غنیمت نیولي دي".
رویټرز د جمعې په ورځ لیکلي وو، د وایټ هاوس، سي ايي ای او ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس یې رابطه وکړه چې د نیویارک ټایمز په رپورټ یې دریځ معلوم کړي خو چا ورته ځواب ور نکړو.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې صدر ډانلډ ټرمپ ته د روس په اړه دغه استخباراتي معلومات ورکړی شوي دي خو رویټرز وايي وایټ هاوس لا د روس په اړه د کوم ګام منظوري نه ده ورکړې.
نیویارک ټایمز پخپل رپورټ کې ویلي وو په ۲۰۱۹ کې ۲۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې کومې وژنې په مشکوک توګه د روسي انعام دپاره شوي دي.