لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د لورالای د مېختر خلکو 72 کاله وروسته هم د هندوانو پښتنو بازار خوندي ساتلی


واشنګټن ــــ د بلوچستان د لورالای ضلعې د مېختر سیمې کاکړ هندوان شاوخوا ۷۲ کاله مخکې له خپلې سیمې هندوستان ته کډه شول خو په مېختر کې د دوی مسلمانو کاکړو د هغوی د خپلوۍ ثبوت ورکړی او د "هندو بازار" په نامه د دوی دوکانونه یې هماغسې ساتلي او خوندي کړي دي.

د عرب نیوز د خبریال نعمت خان د رپوټ له مخې مېختر د لورالای ضلعې یو کوچنی تحصیل دی چې دا مهال د پښتنو شاوخوا زر کورنۍ پکې اوسېږي، خو یو وخت دا ځای د دوو عقیدو هندوانو او مسلمانو د څنګ پر څنګ اوسېدو ګډ ځای وو.

له هندوستانه د انګرېزانو تر تګ وروسته په 1947م کال کې چې دا هېواد په دوو برخو پاکستان او هندوستان باندې ووېشل شو، نو په پاکستان کې د نورو هندوانو تر څنګ د مېختر هندو کورنۍ هم له مجبورۍ هندوستان ته کډه شوې او هلته یې د 400 پښتنو هندوانو یوه وړه ټولنه جوړه کړه.

خو د اوو لسیزو په دې اوږده موده کې په مېختر کې د دوی پاته شوي دوکانونه لا هماغسې بند پاته دي چا نه دي پرانیستي او څنګه چې دوی پرېیښي وو هماغسې خوندي پاته دي. د مېختر اوسېدونکی 95 کلن ملک حاجي پایو خان کاکړ عرب نیوز ته ویلي:

" زموږ هندوان دوستان چې [تر وېش] وروسته تلل نو د خپلو دوکانونو چابۍ یې موږ ته را وسپارلې، هغه چابۍ بیا نه دي کارول شوې او جایدادونه هغسې پراته دي لکه د خپلو مالکانو د را ستنېدو په انتظار چې وي".

د مېختر 90 کلن ملک حاجي پایو خان وایي، د خپلو هندو دوستانو دوکانونه یې سلامت ساتلي.
د مېختر 90 کلن ملک حاجي پایو خان وایي، د خپلو هندو دوستانو دوکانونه یې سلامت ساتلي.

په مېختر کې د هندو پښتنو د دوکانونو سلامت پاتېدا د هندوستان د وېش په تاریخ کې د دیانتدارۍ یو بېساری مثال دی، ځکه په هغه وخت کې د دوو هېوادونو تر جوړېدو وروسته چې په میلینونو خلک کډو ته اړ شوي وو، نو د رسمي رجسټرارانو د نشتوالي له کبله د مځکو غصب او قبضې عامه خبره وه.

ملک حاجي پایو خان کاکړ وایي، د مېختر هندوان چې تر وېش وروسته لا د هندوستان جېپور ته نه وو کډه شوي، تر پولې په خوندي توګه له اوښتو مخکې یې د پولې دې غاړې ته د دوی د مسلمانو ملګرو په کورونو کې څه شپې تېرې کړې:

"دا داسې وه لکه د چا ورور چې کډه کېږي".

دا غوښه خوړونکي پښتانه هندوان نن هم په هندوستان کې د خپل بېل کلتور له کبله- چې دوی له برتانوي بلوچستانه [جنوبي پښتونخوا] ورسره وړی- څه نه څه پېژندل کېږي، په هغه کې د ښځو پر مخونو خالونه، پښتني اتڼ او د ښځو ګڼ کمیسونه شامل دي.

د هند په جېپور کې له دغو مېشتو پښتنو کاکړانو څخه یوه هم ځوانه شلپي بترا ایډواني ده، چې پښتو هم ویلای شي او په جېپور کې د پښتنو هندوانو د ژوند په اړه یې یو ډاکومینټري فلم هم جوړ کړی دی.‌ شلپي عرب نیوز ته ویلي:

"د دې خبرې په اورېدو مې ورباندې مینه راغله چې موږ اوس هم د مېختر د خلکو یاد یو او د مینې د نخښې په توګه [زموږ] د دوکانونو خیال ساتلی دی".

شلپي وایي په کورنۍ او شاوخوا کې یې اوس هم ځینې هغه ښځې او سړي ژوندي دي چې له مېختره جېپور ته کډه شوي وو، په هغوی کې یوه هم د دې انا (نیا) ده چې تندی یې له شنو خالونو ډک دی او دا ورته "بابۍ" وایي. د پښتنو هندوانو د پښتني کلتور ساتلو په اړه شلپي وایي:

"زموږ د کمیونیټي پښتانه هندوان اوس هم په ګڼه یو ځای کښېني او د هغه زرین وخت د همږغۍ، برابرۍ او مینې په اړه خبرې کوي چې دوی په مېختر کې پرېیښي".

شلپي بترا کاکړه له خپلې انا (نیا) سره چې اوس یې هم پښتني جامې اغوستې دي.
شلپي بترا کاکړه له خپلې انا (نیا) سره چې اوس یې هم پښتني جامې اغوستې دي.

شلپي بترا وایي که څه هم هندوستان ته تر کډه کېدو وروسته د هند خلکو ته د دوی کلتور نابلده وو، ځکه چې وایي د دوی ښځو پر مخونو خالونه وهل، خو وایي اوس هم په خپل کلتور ویاړي او خلک یې خپله ژبه پښتو وایي، یواځې اوسني ځوانان یې سمه نه شي ویلای.

شلپي بترا د هندوانو پښتنو په اړه د ډاکومینټري جوړولو په مهال له ګڼ شمېر ښځو سره د هندوستان د وېش په وخت له مېختره د را کډه کېدو په اړه مرکې کړې دي، چې وایي په دې کې یې دا خبره هم معلومه کړه چې کله دوی را کډه کېدل نو د مېختر مسلمان خپلوان یې رخصتۍ ته رېلوې سټېشن ته ورغلي وو او د دوی د اوږده سفر لپاره یې غوړي او نور د خورک شیان ورکړي وو:

"دوی به په ګډه چکن او د زرتارو جامې جوړولې، په ګډه به یې ډوډۍ خوړه او ګډ اتڼ [کمره یا برګه امۍ] به یې کاوه، هیچا دا نه محسوسوله چې دوی دې په جلا- جلا عقیده وي".

شلپي بترا په خپل فلم کې د هندوانو پښتنو او د مېختر په اړه نورې هم ډېرې کیسې کړې دي چې په هغه کې یوه د مېختر د یو هندو پښتون ده چې وایي هلته پر یوه مسلمانه نجلۍ مین شو او بیا هملته پاته شو او هندوستان ته نه لاړ.

شلپي وایي د مېختر د وخت له نورو نخښو څخه ځینې له جامو ډک زاړه سندوخونه هم وو، چې خوندي پاته شوي وو او په جېپور کې د هندوستان د وېش وروستي نسل له اوښکو په ډکو سترګو هغه جامې واغوستلې.

بترا وایي د دوی مشران اوس تر 73 کلونو وروسته هم مېختر یادوي چې د دوی نیکه ګانو پکې خپل کورونه او دوکانونه پرېیښي وو، خو د ملک حاجي پایو خان کاکړ هم خپل پخواني هندوان ملګري هېر نه دي. نوموړي عرب نیوز ته په خندا وویل:

"ماته خپل صحت او وس [اقتصاد] اجازه نه راکوي چې سفر وکړم، خو که دوی دلته راسي دا به ډېر خوند وکړي او کېدای سي یو وار بیا دلته سره کښېنو".

شلپي بترا کاکړه په جېپور کې له یوې بلې پښتنې هندوې سره چې پښتني جامې یې اغوستې دي.
شلپي بترا کاکړه په جېپور کې له یوې بلې پښتنې هندوې سره چې پښتني جامې یې اغوستې دي.

د لورالای اوسېدونکی شریف خان کاکړ وایي، د ولسي روایاتو په بنیاد د مېختر نوم پخپله د یو هندو سړي نوم وو. نوموړی وایي چې په لورالای، مېختر او شاوخوا سیمو کې د هندوستان تر وېش مخکې ګڼ شمېر هندوان اوسېدل چې وایي په هغوی کې پښتانه او غیرپښتانه هندوان شامل وو. د ده په وینا چې له دوی سره تړلې ډېرې غاړې اوس هم په دغو سیمو کې ویل کېږي:

"دلته د هندوانو پښتنو د مینې ډېر داستانونه او غاړې شته، ویل کېږي چې یو سنځرخېل مړګی [سړی] وو له هندوې سره یې یاري وه چې رکیه نومېده خو وایي هغه یې بیا د پرکاش چند په نامه یوه هندو ته ورکړه، خو د سنځرخېل سړي کورنۍ چې په خبره شوه بیا یې دغه ازاده غاړه پسې ویله چې: و پرکاش ته رکو چا ورکه، د سر سترګې دې ووځي".

د مېختر او لورالای د پښتنو هندوانو د ژوند، مینې او بېلتون ذکر په غاړو کې شوی دی، چې څو یې په لاندې ډول دي:

بخت مه [مې] وخوړه ټکره

پاته سوې سپینه مېختره

دلته نه کږي [کېږي] وختر

و غرو ته ژاړم د مېختر.

چټې ورکړو دواړه لاس

تر غونډک بِه دی بګوان داس

پردېسي د اور دودونه

لیا هندوان ګالي لیا نجونه.

د مېختر په هندو بازار کې د هندوانو پښتنو دوکانونه چې بند پاته دي.
د مېختر په هندو بازار کې د هندوانو پښتنو دوکانونه چې بند پاته دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG