لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ په ګلګت کې د 2000 اضافي پوځیانو او په پاکستان کې د چین د پوځ موجودیت رد کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان پوځ په هندي رسنیو کې هغه دعوې رد کړې دي چې ګواکې په ګلګت بلتستان او کشمیر کې یې پر لاین آف کنټرول یا د پولې پر کرښه باندې نور پوځ ځای پر ځای کړی دی او په پاکستان کې یې د چین د پوځ د موجودګۍ خبره هم بېځایه بللې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپلو دوو پرله پسې ټویټونو کې د هندي رسنیو دغه دعوه "درواغ او له ذمه دارۍ لرې" بللې ده او ویلي یې دي چې کشمیر او ګلګت بلتستان ته یې د لاین آف کنټرول لپاره تازه پوځیان نه دي استولي. مېجر جنرل بابر افتخار لیکلي:

"د اضافي ځواکونو هیڅ داسې حرکت نه شته او نه هم ځای پر ځای شوي‌ دي، د دې تر څنګ په پاکستان کې د چینایي ځواکونو موجودګي هم په کلکه ردوو".

د هند اکنامک ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ دعوه کړې وه چې وایي پاکستان "تقریقاً خپل دوه زره اضافي پوځیان تر خپله ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان کې له لاین آف کنټرول سره اچولي دي، چې وایي مقصد یې په ختیځ کې د چین له پولې یا لاین آف ایکچول کنټرول سره د چین پوځونه ځای پر ځای کول دي".

هندي رسنۍ دا دعوه هم کړې وه چې وایي د ګلګت بلتستان د سکردو هوایي ډګر د چین پوځ ته سپارل شوی دی، خو د پوځ ویاند دا دعوه هم له حقیقته لرې بللې ده.

دا دعوې په داسې وخت کې شوې دي چې د چین او هندوستان تر منځ ګډې پولې ته څېرمه په لداخ سیمه کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې شخړه تېزه شوې او د جون پر 15مه د دواړو هېوادونو تر منځ نښته شوې وه چې پکې هند د خپلو 20 پوځیانو د وژل کېدو دعوه کړې وه. دا په تېرو څلورنیمو لسیزو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي.

د اکنامک ټایمز ورځپاڼې د دعوو له مخې پاکستان چې څومره پوځیان پر لاین آف کنټرول باندې ځای پر ځای کړي دي وایي دا تر هغه ډېر دي چې د تېر کال د فرورۍ تر برید وروسته یې په بالاکوټ کې اچولي وو.

ورځپاڼه وایي داسې ګومان هم کېږي چې کېدای شي له لاین آف کنټرول سره په ټوله سیمه کې خپل راډار سیسټم فعال کړي.

د هند یادې ورځپاڼې دا دعوه هم کړې چې وایي د پاکستاني او چینایي چارواکو تر منځ په دې اړه په وروستیو اوونیو کې غونډې هم شوې دي او وایي چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې "تشدد ته د پارولو لپاره" له البدر وسلوالې ډلې سره هم خبرې کړې دي.

اکنامک ټایمز ورځپاڼې د ځینو استخباراتي رپوټونو په بنیاد ویلي، چینایي چارواکو د پاکستان مېشتې البدر وسلوالې ډلې له مشرانو سره هم خبرې کړې دي او وایي اندازه داسې ده چې کېدای شي چین یې [په کشمیر کې] د بیا فعالیت لپاره مرسته وکړي.

که څه هم د چین او هندوستان چارواکو پر خپله ګډه پوله تر وروستۍ نښتې وروسته د تاوتریخوالي پر کمولو سلا کړې خو بیا هم دواړه غاړې په یو بل د پولې د سرغړونو تورونه پورې کوي.

د چین او هند تر منځ د پولې پر سر شخړه له 1962م کال راهیسې روانه ده، چین د هندوستان په شمال ختیځ کې د خپلې مځکې دعوه کوي خو هندوستان بیا پر چین تور لګوي چې وایي په همالیه کې یې د لداخ د ځینو برخو په ګډون نوره سیمه نیولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG