لاس رسیدونکی لینک

 
د خاشقجي کوژدنه هیله لري چې ترکي محکمه به نوي شواهد په ډاګه کړي
تازه خبر

د خاشقجي کوژدنه هیله لري چې ترکي محکمه به نوي شواهد په ډاګه کړي


واشنګټن – د ترکیې یوه محکمه به په ۲۰۱۸ کال کې د جمال خاشقجي په وژنه کې د ښکېلو ۲۰ سعوديانو لپاره د جولای په دریمه نېټه قضیه پرانیزي او د خاشقجي کوژدنه هیله څرګندوي چې پېښه به لا روښانه او وه به موندل شي چې د هغه مړی یې چېرې پټ کړی وو.

د استانبول د څارنوالانو لخوا په دې جوړه شوې قضیه کې د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر احمد النصر او د شاهي محکمې په پخواني سلاکار سعود القحتاني باندې د قاشجي د وژلو د پلان جوړولو تور پورې شوی.‌

څارنوالان وايي، په پېښه کې ټولو ۱۸ ښکېلو کسانو قاشجي په خپک کولو سره وژلی دی.

خاشقجي د سعودي په ولیعهد محمد بن سلمان باندې یو له ډېرو سختو انتقاد کونکو څخه وو.

د ټولو ۲۰ واړه ښکېل کسانو په وړاندې به د هغوی په نه شتون کې محاکمه مخې ته وړل کېږي.

په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د ۲۰۱۸ کال د دغې پېښې له امله د انقرې او ریاض ترمنځ اړیکې زیانمنې شوي او هم ورسره د ولیعهد محمد بن سلمان نړیوال انځور ته زیان رسېدلی.

د لویدیځ ځینو حکومتونو د امریکا د استخباراتي شبکې سي آی اې په ګډون ویلي، چې دوی باور لري چې چې ددغې وژنې حکم محمد بن سلمان ورکړی خو تورن سعودي چارواکي دا ردوي.‌

خاشقجي د وروستي ځل لپاره هغه مهال لیدل شوی چې د خپل واده د اسنادو د برابرولو لپاره کونسلګرۍ ته ننوځي.

ترکي چارواکي وايي، د هغه مړی ټوټه ټوټه شوی او له ودانۍ څخه وېستل شوی دی. د هغه د بدن ټوټې نه دې موندل شوي.

د خاشقجي کوژدنې هاتیچي چنګېز رویټرز ته ویلي دي، "زه هیله لرم چې په ترکیه کې به دې جرمي پېښه کې دا روښانه شي چې د جمال مړی چېرې دی او د وژونونکو په وړاندې به شواهد روښانه شي."

کله چې په ملګروملتونو کې د سعودي عرب له سفیر څخه وپوښتل شول چې ایا هېواد به یې د ترکیې له محکمې سره ددې پېښې په اړه مرسته وکړي نو عبدالله موالمي خبریالانو ته وویل، "ریاض له انقرې څخه وغوښتل چې د سعودي له پلټونکو سره شواهد شریک کړي خو هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ."

د خاشقجي د وژنې له امله د سعودي عربستان یوې محکمې په ډیسمبر کې پنځه کسان په مرګ او درې نور په زندان باندې محکوم کړل.

د خاشقجي کورنۍ وروسته وویل، چې دوی وژونکي وبخښل خو مېرمن چنګېز وویل، نه محکمې او نه هم بخښل په قانوني توګه شوي.

"هېڅوک هم په سعودي عربستان کې د شوې محکمې ته د قانوني محکمې په سترګه ګوري. دا په پټه شوې او د محاکمه شویو کسانو نومونه نه دي یاد شوي."

ترکیې د سعودي عربستان چارواکي په دې تورن کړي دي چې د پلټنو مخه نیسي خو ریاض په وار وار ویلي،‌ چې د استانبول پلټونکو د دوی لخوا د معلوماتو د شریکولو وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې لپاره د حکم ورکول رد کړي دي خو ویلي یې دي چې دی د هېواد د مشر په توګه بشپړ مسولیت لري.

سعودي عربستان په لومړي سر کې د خاشقجي په وژن کې لاس درلودل رد کړي وو خو وروسته یې بیا دریځ څو ځله بدل شو.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG