لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برازیل 65 کلن صدر جېر بولسونارو ته هم کرونا وایرس ور پورې شو


واشنګټن ــــ د لاتینې امریکې د برازیل هېواد ولسمشر جېر بولسونارو نن د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، له څو ورځو راهیسې یې د کرونا وایرس نخښې لرلې او لږ تبه یې وه خو نن یې د ټیسټ نتیجې وښووله چې دغه ناروغي ور پورې شوې ده.

له امریکې وروسته برازیل کرونا وایرس زیات اغېزمن کړی چې تر اوسه یې شپاړس لکه دېرش زره په دې ناروغۍ اخته شوي او څه کم 66 زره تنه یې مړه شوي دي.

د برازیل ولسمشر نن رسنیو ته په داسې وخت کې د خپل ټیسټ نتیجه مثبته وښووله چې ماسک یې په مخ کړی وو او خبریالانو ته یې وویل، چې دی مخکې له مخکې د ملېریا ضد دوا هایډروکسي کلوروکوین خوري.

"زه ښه یم، نارمل یم، زه حتی غواړم چې دلته شاوخوا وګرځم خو د طبي سپارښتنو له کبله نه شم ګرځېدای".

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان دوې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې هایډروکسي کلوروکوین د کرونا وایرس د ناروغۍ په مخنیوي کې کار نه ورکوي ځکه یې نو پر ناروغانو د دې دوا ازموینه بنده کړې ده.

د برازیل ۶۵ کلن ولسمشر به په وروستیو کې اکثر د عامو خلکو په منځ کې په داسې حال کې لیدل کېده چې ماسک به یې هم نه وو په مخ کړی او له خپلو پلویانو سره به یې په لاس روغبړ کاوه. ده ویلي وو چې ورزشکار دی او کرونا وایرس ورباندې څه اغېز نه شي کولای:

"زه فکر کوم چې ماته زما د فعالیتونو په خاطر مخکې لا باید را پورې شوې وای، ځکه زه ولسمشر یم او [د دې ناروغۍ په ضد] د مبارزې په کرښه کې یم، ما غوښتل چې د خلکو په منځ کې و اوسم".

اې پي خبري‌ ایجنسۍ وایي چې د برازیل صدر تر دې وړاندې هم د کرونا وایرس ټیسټونه درې ځله کړي خو نتیجه یې منفي راغلې وه او دغه وایرس نه وو ور پورې شوی.

XS
SM
MD
LG