لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کورونا ناروغان زیات خو مړینه کمه شوې ده


واشنګټن – په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی خو له کورونا څخه د مړو شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی او دې ته د یو ښه خبر په سترګه کتل کېږي.

په امریکا کې د جون له نیمايي راهیسې د کورونا په پېښو کې زیاتوالی راغلی. په اوو ورځو کې په منځنۍ کچه هره ورځ په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۵۰۰۰۰ څخه اوړي خو له کورونا څخه د مړو شویو کسانو په شمېر کې کموالی لیدل کېږي او په ورځ کې شاخوا ۵۰۰ ته رسېږي.

ځوانان او کورونا:

یو دلیل چې له کورونا څخه د مړو په شمېر کې ښايي کموالی راغلی وي دا دی چې په دې وروستیو کې زیات ځوانان پرې اخته شوي دي او په ځوانانو کې دا ناروغي ډېره مخې ته نشي تللای.

په ځینو ځایونو کې خو اوس په کورونا د اخته کسانو په ډله کې اکثره ځوانان یا د لږ عمر کسان وي.

په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي وايي، "د مړینې کچه کمه ده. زه دا منم ځکه په عمومي توګه ځوانان د ښې روغتیا درلودونکي وي خو دا په دې معنې هم نه چې تاسو به سخت نه ناروغ کېږي."

دی زیاتوي، ځوانان هم د روغتون عاجلې خونې پورې کله رسېږي او مړه کېږي هم خو په دوی کې د مړینې شمېره کمه وي.

خو روغتیا پوهان وايي، دا یوه منفي اړخ هم لري او هغه دا چې کېدای شي په‌ ځینو ځوانانو کې د ناروغۍ هېڅ ډول نښې نښانې رامنځ ته نشي نو نورو ته یې خپرولی شي.

دوی دا هم وايي، چې ځوانان ځکه په کورونا زیات اخته کېږي چې دوی په بارونو، کلپونو او مجلسونو کې ماسکونه نه تړي.

غوره درملنه:

کېدای شي له کورونا څخه په دې ورځو کې په لږ شمېر خلک مړه کېږي ځکه د مارچ راهیسې ددې ناروغۍ په درملنه کې ښه والی راغلی.

ډاکټران وايي، دوی اوس د کورونا د ناوړه پایلو لکه سټروک او په سږو کې د وینې د ټینکېدو په اړه زیات پوهېږي او دوی پوهېږي چې د هغوی مخنیوی څنګه وکړي.

په ورته وخت کې څېړونو وښودله چې ریمډیسویر او ډیکسامیتازون اوس یوه اندازه مرسته کولای شي.

د هاروارډ میډیکل سکول څخه پروفیسور راجیش کاندي وايي، " کله چې تاسو ډېر زیات ناورغ شوئ نو دغه درمل مرسته کولای شي."

خو روغتیا پوهان اوس هم په دې ټینګار کوي چې مونږ اوس هم باید داسې فکر وکړو چې مونږ له یو ډېر خطرناک وایرس سره مخامخ یو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG