لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند فلمي اداکارانو پلار او زوی امیتاب بچن او ابیشک بچن ته کرونا وایرس ور پورې شو


واشنګټن ـــــ د هندوستان نومیالي فلمي اداکار 77 کلن امیتاب بچن او د هغه زوی فلمي ستوري ابیشک بچن ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

امیتاب بچن د شنبې- خالي په ورځ پر خپل رسمي ټویټر اکاونټ لیکلي، چې د کرونا وایرس ټیسټ یې مثبت راغلی، له همدې کبله روغتون ته وړل شوی دی. نوموړي ویلي چې د کورنۍ نورو غړو یې هم د کرونا ټیسټونه کړي او د نتیجو انتظار یې کوي.

ښاغلي بچن له خلکو غوښتي چې که یې په تېرو لسو ورځو کې له ده سره لیدلي یا ورسره نیژدې پاته شوي وي، د کرونا وایرس ټیسټ دې وکړي.

بل لور ته د امیتاب بچن زوی، د هندي سېنما بل مشهور اداکار او د ادارې ایشوریا رای خاوند ابیشک بچن هم ویلي، چې دی او پلار یې په کرونا وایرس اخته شوي دي. ابیشک بچن پر ټویټر لیکلي:

"نن زما او زما د پلار د کرونا ټیسټونه مثبت راغلو، موږ دواړه د کرونا نرمې نخښې لرو او په روغتون کې بستر کړل شوي یو. موږ ټولو اړوندو چارواکو ته ویلي چې زموږ د کورنۍ او همکارانو ټیسټونه شوي دي. له ټولو غواړو چې ارام و اوسي او وارخطا نه شي".

امیتاب بچن د هندي سېنما له تکړه او مشهورو ستورو څخه ګڼل کېږي، چې شاوخوا پینځوس کاله یې د فلمي صنعت په برخه کې کار کړی او تر اوسه یې تر 180 زیات فلمونه جوړ کړي دي.

په هندوستان کې کرونا وایرس په ډېره تېزۍ خپرېږي خو امیتاب بچن او د هغه زوی د دې هېواد لومړني تر ټولو مشهور کسان دي چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په هند کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر اته لکه 50 زره 350 ته رسېدلی او تر اوسه 22 زره 680 تنه ترې مړه شوي دي، خو د دې تر څنګ تر پینځه لکه دېرش زره زیات خلک بیرته ترې روغ شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG