لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان: سمنګان کې د استخباراتو په دفتر بريد کې 11 تنه وژل شوي 63 ژوبل
تازه خبر

افغانستان: سمنګان کې د استخباراتو په دفتر بريد کې 11 تنه وژل شوي 63 ژوبل


افغان چارواکو ويلي په سمنګان صوبه کې د استخباراتو په مرکزي دفتر د طالبانو په ځانمرګي بريد کې 11 تنه وژل شوي او 63 نور ژوبل شوي دي.

ياد بريد پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د سمنګان به مرکزي ښار اېبک کې شوی ؤ.

د افغانستان د جنوبي صوبې سمنګان والي عبدالطيف ابراهيمي وي او ای ته ويلي د استخباراتو (اېن ډي اېس) په دفتر شوي برید کې د عامو خلکو سره ښځې هم په نخښه شوي دي.

طالبانو د بريد زمه واري منلې او په درځنونو د استخباراتي سرتيرو د وژلو يې ويلي دي، طالبان زياتره دغه ډول تشې دعوې کوي.

د چارواکو په وېنا د سمنګان د استخباراتو د دفتر په مرکزي دروازه طالبانو اول د موټر د لارې ځانمرګی برید کړی او بيا دفتر ته ننوتي تر څو ساعتونو یې د افغان امنيتي ځواکونو سره نښته روانه وه.

د راپورونو ترمخه د فرورۍ په میاشت کې چې طالبانو د امریکې سره کومه توافقنامه کړې له هغې وروسته په غټو ښارونو کې دا د طالبانو کومه غټه حمله ده.

د يادې توافقنامې وروسته طالبانو په امریکايي او نورو بهرنيو ځواکونو بريدونه ودرولي خو په افغان ځواکونو بريدونه یې دوامداره ساتلي دي.

طالبانو د پروني برید په اړه جاري کړي بیان کې ويلي د سمنګان په صوبه کې په استخباراتو بريد هغو خلکو ته پېغام دی چې په سفارتي ژبه نه پوهيږي.

په افغانستان کې د طالبانو بريدونه په داسې حال کې دوام لري چې افغان حکومت وايي د طالبانو بنديوان خوشي کوي خو طالبان وايي حکومت بايد ټول پينځه زره بنديوان طالبانو خوشي کړي.

د فرورۍ د مياشتې د توافقنامې ترمخه افغان حکومت به د طالبانو 5000 بنديوان او طالبان به د حکومتي 1000 امنيتي سرتيري خوشي کوي.

افغان حکومت وايي تراوسه پورې نزدې 4200 بنديوان طالبان خوشي کړي او طالبان وايي 800 سرتيري يې ازاد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG