لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د سمنګان بريد غندلی او دا يې د سولې د ورانوونکو په لاسو کې لوبېدل بللي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په سمنګان کې د افغان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) په مرکز د شوي بريد غندنه کړې چې دا قبلولو وړ نه دی او دا عمل به هغه خلک پياوړي کړي چې د امن مخالفه دي او د سولې خرابوؤنکو په لاسو کې لوبيږی.

د افغانستان په سمنګان صوبه کې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ طالبانو د افغانستان د استخباراتي ادارې په مرکز موټري ځانمرګی بريد کړی چې پکې 11 تنه وژل شوي او 63 نور ژوبل شوي دي.

خليلزاد په ټولو فريقېنو د تشدد کمولو غږ کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې په وروستیو ورځو او اوونيو کې د تشدد پېښې سېوا شوي او افغانان پکې بې د څه وجې په لويه شمېره کې وژل کیږي.

هغه زياته کړې د صوبې په مرکز کې د طالبانو دا بريد د هغه ژمنې پرضد دی کوم چې د تشدد کمولو او مستقل اوربند سره د بېن الافغاني خبرو دپاره شوې وه.

زلمي خليلزاد ویلي د سولې د خبرو د تړون 135 ورځې وشوې امريکا د طالبانو سره په کړې توافقنامه عمل کوي، امریکې د توافقنامې لاندې د لمړي پړاؤ پوره کولو په لړ کې خپلې ژمنې سر ته کړي خپل ځواک يې کم کړی، پينځه مرکزونه يې پرېښودي، نېټو ځواکونو خپله شمېره کمه کړې په دې لړ کې ډېر پرمختګ شوی که څه هم د بنديوانو خوشي کولو په لړ کې دا پرمختګ په قلاره شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دپاره په لاجسټکي توګه پرمختګ شوی دی.

هغه ويلي د طالبانو په تشدد کې کوم امریکني ژوند د لاسه نه دی ورکړی او سيمه ييز اړيکې ښې شوي دي خو د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره د نور پرمختګ ضرورت دی.

خليلزاد ويلي د تړون لاندې د بل پړاؤ عملي کول به د شرطونو په اساس وي، د بنديوانو په خوشي کولو، تشدد کمولو، د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره چې کومې ژمنې شوې د هغې پوره کېدل، او بېن الافغاني خبرو پېلېدل او په هغې کې په پرمختګ به ټینګار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG