واشنګټن ـــــ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې واکمن تحریک انصاف او مذهبي ګوندونو د مسلم لیګ ن د یو مشر او پخواني خارجه وزیر خواجه آصف هغه وینا د مذهب سپکاوی ګڼلی، چې په قومي اسمبلۍ کې یې ټول مذهبونه برابر ګڼلي وو.
د امریکې د مذهبي ازادیو نړیوالې ادارې هم پر خواجه آصف د مذهب د سپکاوي د تورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي:
"یو ایس سي ای آر ایف اندېښمنه ده چې د پارلمان د غړي خواجه آصف د هغه بیان په ضد د مذهب د سپکاوي شکایت درج شوی چې هغه ویلي ټول مذهبونه برابر دي".
خواجه آصف د جولای پر 9مه د قومي اسمبلۍ په غونډه کې په پاکستان کې د مذهبي زغم د نشتوالي په اړه خبره کوله او ویې ویل چې د اویا په لسیزه کې په پاکستان کې مذهبي رواداري، یووالی او زغم وو خو وایي اوس نه شته. خواجه آصف ویلي وو:
"د مالک د 22 کروړه خلکو دی، د مذهب له کوم جواز (لایسنس) پرته هیڅ یو مذهب پر بل مذهب فوقت (برتري) نه لري".
کله چې د اسمبلۍ په غونډه کې خلکو د خواجه آصف پر دې خبره اعتراض وکړ او دا یې د مذهب خلاف وګڼله، نو وروسته په همدې غونډه کې هغه د خپلې خبرې سپیناوی وکړ او ویې ویل چې د ده له خبرې ناسمه معنا واخیستل شوه، خو د ده مقصد دا وو چې د پاکستان د آیین له مخې د ټولو [مذهبونو] د خلکو حقوق برابر دي او هیڅوک پر نورو بالاتر نه دي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وایي، د پاکستان په تاریخ کې هر چا مذهب د سیاسي ګټو لپاره کارولی دی:
"د مذهب استعمال په سیاست کې زیاتېږي، حکومت هم، اپوزیشن هم او افراد هم مذهب د سیاسي ګټو لپاره کاروي، یو څوک خبره وکړي دستي خبره تناظر ته له کتلو پرته کفر او اسلام ته لاړه شي، زه وېرېږم چې دا حالات د سمېدو پر ځای د خرابتیا خواته روان دي".
د تحریک انصاف ګوند د پنجاب د نارووال ضلعې مشر قمر ریاض پولیسو ته درخواست ورکړی او غوښتنې یې کړې چې د خواجه آصف په ضد دې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړي، خو پولیسو لا د هغه په ضد مقدمه نه ده درج کړې.