لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي سي سي: د کرونا له امله به سږ کال د کرکټ T-20 نړيوال کپ نه کيږي


د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) اعلان کړی چې سږ کال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې کېدونکی د سړو د کرکټ د T-20 (شل اووريز) نړيوال کپ به د کرونا وايرس د وبا له امله نه کيږي، سږ کال نړيوال کپ په اسټريليا کې ټاکل شوی ؤ.

د کرکټ نړيوالې شورا پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرکټ T-20 نړيوال کپ 2020 د نه کولو اعلان کړی دی.

ايي سي سي د راتلونکو درې نړيوالو سيالو دپاره هم نېټې بدلې کړي او ويلي يې دي د کال 2021م د کرکټ T-20 کپ سيالۍ به اکتوبر او نومبر کې کيږي او فاينل به په 14م نومبر وي.

دغه رنګ د کال 2022 او 2023 سیالۍ به هم د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې کيږي.

ايي سي سي ويلي په راتلونکي کال 2021 م په فرورۍ کې د ښځو د کرکټ T-20 نړيوال کپ سيالۍ چې په نيوزي لېنډ کې ټاکل شوي د هغې په اړه هم غور کولی شي.

د ايي سي سي مشر مېنو ساهنی ويلي، دوی د کرکټ T-20 کپ د سيالو دپاره په ټول پلان غور کړی او دوی لمړيتوب دې ته ورکړی چې د هر لوبغاړي د صحت خيال وساتل شي.

هغه ويلي په دغه لړ کې يې د ټولو فريقېنو سره مشورې کړي او د نړیوال کپ نه کولو پرېکړه يې کړې ده.

د راپورونو ترمخه د کرکټ T-20 نړيوال کپ 2021 سیالۍ چې په هند کې ټاکل شوې وې ویل کیږي ښايي چې را روان کال دا سيالۍ په اسټريليا کې وشي خو ايي سي سي په خپله په دغه اړه څه نه دي ويلي.

د کرکټ T-20 نړيوال کپ په وروستي ځل چې په کال 2016م کې شوی ؤ ويسټ انډيز ګټلی او انګلېنډ ته يې ماتې ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG