لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګل پاڼې په لانجمنه ويډيو د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر بخښنه غوښتې


د خېبر ضلعې د مرستيال کمشنر د سرکاري کور په ودانۍ کې سندرغاړې ګل پاڼې د ټک ټاک دپاره چې کومه ويډيو جوړه کړې، د کومې د پلټنو دپاره چې د صوبې وزيراعلی محمود خان امر کړی، د مسلم ليګ ن يو مشر پرې بخښنه غوښتې ده.

د ګل پاڼې دغه ويډيو چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنيو خپره شوې بحثونه پرې روان دي.

او بيا وزيراعلی ويلي مالومات دې وکړی شي چې ګل پاڼه سرکاري ودانۍ ته د چا په اجازت ورغلې او ولې ورغلې وه؟.

راپوورنه وايي د پېښې د پلټنو دپاره وزيراعلی د کورنيو چارو د سيکرټري په مشرۍ کميټي جوړه کړې او پلټنې يې روانې کړي دي.

خو دغلته بيا د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند د پېښور يو مشر خضر حيات په دغه اړوند په ليکلي بڼه معافي غوښتې ده.

ارباب خضر حيات پرون د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي ګل پاڼه د هغه د کورنۍ سره تللې وه او دغه ويډيو يې په ناپوهۍ کې جوړه کړې ځکه هغه په دغسې کولو د خېبر ضلعې د انتظاميې نه بخښنه غواړي.

د خېبرضلعې انتظامیې په سمدستي ډول په دغه اړه څه نه دي ويلي.

جماعت اسلامي ګوند د پېښې پرضد په لنډي کوتل کې احتجاجي مظاهره کړې ده او غوښتنه یې کړې چې په سرکاري ودانيو کې دې د موسيقۍ په دستورو بندېز ولګول شي.

د ګل پاڼې د ويډيو مخې ته راتلو وروسته که څه هم ځينې خلکو په دې کار ټکونه کړي خو بل لور ته بيا ډېری خلکو ويلي دا کومه ډېره بده خبره نه ده چې سندر غاړې يوه ويډيو جوړه کړې او خپره کړې يې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG