لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید وژنه کې د راؤ انوار په ضد دوه ګوهان له خپلې ګواهۍ پشا شوي


محکمه کې نقیب الله مسید د وژنې ددوسیې اوریدنه شوې چې په دغه مهال دنقیب مسید په وژنه تورن پخوانی پولیس مشر راؤ انوار اؤ نور ټول تورن کسان محکمې ته وړاندې شوي دي.

کراچۍ کې درې کاله دمخه د وژل شوي پښتون زلمي نقیب الله مسید د د وژنې په قضیه کې دککړ پخواني پولیس افسر راؤ انوار په ضد دوه ګواهان دخپلې ورکړې ګواهۍ څخه پشا شوي اؤ محکمې ته یې ویلي چې دهغوئ نه د راؤ انوار په ضد ګواهي په زور اخستل شوې وه.

خو د نقیب مسید دقضیې وکیل صلاح الدین پنهور بیا تور لګولی چې د ګواهۍ څخه پشا شوؤ پولیسو باندې راؤ انوار فشار راوړی اؤ هغه وړاندې نه اندېښنه ښودلې وه چې ګواهان دفشارونو لاندې نیول کیدای شي.

د کراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي محکمه کې د نهې په ورځ د نقیب الله مسید د وژنې د دوسیې اوریدنه شوې چې په دغه مهال دنقیب مسید په وژنه تورن پخوانی پولیس مشر راؤ انوار اؤ نور ټول تورن کسان محکمې ته وړاندې شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د شهزاده جهانګیر اؤ رانا اصف په نوم دوؤ پولیس عسکرو چې تر دې وړاندې یې محکمې ته ګواهي ورکړې وه چې نقیب مسید د راؤ انوار په وینا وژل شوی ، اوس دخپلې دغه ګواهۍ څخه منکر شوي دي.

دغو پولیسو محکمې ته پخپل نني بیان کې ویلي چې دهغوئ مخکنی بیان هیڅ صداقت نه لري ځکه چې هغه بیان ترې په زوره اخستل شوی ؤ.

په محکمه کې دنقیب مسید د دوسیې پیروي کوونکي وکیل صلاح الدین پنهور رسنیو ته ویلي چې پولیسو عسکر د راؤ انوار د فشارونو په نتیجه کې له خپلې ګواهۍ اوړیدلي اؤ هغه ډیر د وړاندې نه داسې اندېښنې ښکاره کړې وې.

دنقیب مسید د دوسیې مرکزي ملزم راؤ انوار یو ډیر بااثره تن ګڼل کیږي اؤ تر دې وړاندې مطبوعاتو دعوې کړې وې چې هغه دپاکستان دګڼ شمیر سیاسي ګوندونو دمشرانو تر څنګ د‌ پوځ ا‌ؤ ایجنسیو د مشرانو سره هم نزدې اړېکې لري.

په راؤ انوار د نقیب مسید نه پرته هم د څلورو سوؤ نه د زیاتو خپلسره وژنو تورونه لګیدلي خو راؤ انوار وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

دجنوبي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی نقیب مسید په کال ۲۰۱۸م کې په ۱۳مه جنورۍ د کراچۍ دشاه لطیف ټاؤن نه پولیسو نیولی ؤ اؤ بیا یې په یوه جعلي پولیس مقابله کې وژلی ؤ.

ددغه وژنې په پلټنو کې راؤ انوار ددغه وژنې ذمه وار ګرځول شوی ؤ اؤ هغه پولیسو دمحکمې په امر نیولی هم ؤ خو وروسته بیا په ضمانت خوشې کړل شو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG