لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانې پېغلې قمرګل هغه طالبان وژلي چې مور او پلار يې ورله وژلي وو


افغان چارواکو ويلي افغانې پېغلې قمرګل هغه طالبان وژلي چا چې يې په کور بريد کړی او مور او پلار يې ورله وژلي وو.

ای اېف پي خبري ادارې ویلي تېره اوونۍ دغه پېښه د افغانستان په غور صوبه (ولايت) کې مخې ته راغلې ده.

ځايي پوليس مشر ای اېف پي ته ويلي، د قمرګل پلار چې د کلي مشر او د حکومت ملاتړ کوونکی ؤ، طالبان راغلي هغه او ښځه يې د کوره بهر راښکلي او بيا يې وژلي دي.

پوليس مشر حبيب الرحمان ملک زاده ويلي، قمرګل چې په دغه وخت په کور کې دننه وه کلاشنکوف يې راخستی، اول يې هغه دوه طالبان ويشتي چا چې يې مور او پلار ويشتي او بيا يې په نورو ډزې کړي څو یې ژوبل کړي هم دي.

ویل شوي طالبانو خپل مړي پرېښودي او تښتېدلي وو.

د خبر ترمخه طالبان اول تښتېدلي او بيا راغلي د ګل په کور يې په دوېم ځل ډزې کړي خو بیا د کلي خلکو او حکومت پلوه ملېشې دوی بيرته شړلي دي.

ويل شوي قمرګل او د هغې نه یې کشر ورور افغان امنيتي ځواکونو سره د ځان سره خوندي ځای ته بوتللي دي.

د دغه پېغلې عکس په ټولنیزو رسنيو هم خپور شوی چې کلاشنکوف ورسره په لاس کې دی.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين هم په ټويټر د قمرګل عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي دي د افغانستان کابينه د قمرګل د بهادرۍ ستاينه کوي.

د غور ولایت ویاند عارف عیار هم د وي اوای اشنا څانګې ته د پېښې پخلی کړی چې قمرګل خوندي ځای ته منتقل کړی شوی او ولسمشر غني غوښتې او هلته به ورسول شي.

په افغانستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې طالبان هغه خلک په هم په هدف کوي څوک چې سرکاري دندې نه لري خو د حکومت ملاتړ کوي.

طالبانو د غور د پښې په اړه په خپله څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG