لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: د کرونا وایرس له کبله د نړۍ څلور کروړه ماشومان له بنیادي تعلیمه محرومه شوي


واشنګټن ــــ د روغتیا نړیواله اداره وایي په نړۍ کې د شپږویشتو ناروغیو وېکسین شته خو وایي د څلرویشتو نورو ناروغیو پر دوا جوړېدو څېړنه روانه ده، خو وایي په هغوی کې د کرونا وایرس وېکسین شامل نه دی ځکه چې وایي دا ناروغي له نورو بېله ده.

کرونا وایرس چې په تېر دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شوی، نه یواځې یې په تېرو اتو میاشتو کې تر اوسه وېکسین نه دی تیار شوی بلکې د نړۍ خلک یې هم اندېښمن کړي چې د طبي ساینس په دې پرمختللې زمانه کې څنګه په دومره اوږده موده کې د دې ناروغۍ دوا جوړه نه شوه.

له کرونا وایرسه امریکا تر ټولو هېوادونو زیاته اغېزمنه ده چې مړي یې یو لک 45 زره ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر 40 لکه زیات شوي دي.

د نړۍ په شاوخوا 188 هېوادونو کې له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر شپږ لکه 20 زره او د ناروغه کسانو شمېر تر یو کروړ 53 لکه زیات شوی دی، خو له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۹۲ لکه تنه بیرته جوړ شوي‌ هم دي.

تر امریکې وروسته کرونا وایرس د لاتینې امریکې برازیل هېواد زیات اغېزمن کړی، چې مړي یې 82 زره اووه سوه ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر 22 لکه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې (یونیسف) یوه تازه څېړنه ښيي چې د کروناویروس وبا په نړۍ کې لږ تر لږه 40 میلیونه یعنې څلور کروړه ماشومان له لومړنیو زده‌کړو څخه محروم کړي دي.

د دغې ادارې د څېړنې په اساس ټاکل شوې وه چې په دغه شمیر ماشومان له ښوونځي وړاندې زدکړو لپاره په تعلیمي مرکزونو کې شامل شي خو د تعلیمي ادارو د بندېدو له کبله دوی له زدکړو محروم شول.

د یونیسف اجرائيوي مشرې هنریتا فور ویلي: "د کرونا وایرس ناروغۍ له کبله د ښوونې او روزنې په بهیر کې ځنډ د دې لامل کېږي چې ماشومان ونه شي کولای په سمه توګه زد‌کړې پیل کړې".

د نړۍ پینځه هغه هیوادونه چې ډېر خلک یې په کروناویروس اخته دي برازیل، هند، روسیه او جنوبي افریقا دي خو د رایټرز خبري ایجنسۍ د شمېر له مخې، دا ویروس د امریکایانو تر منځ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی. وایي یواځې امریکا د نړۍ د ټولو مثبتو پېښو څه باندې نیمايي او د مړینو نیمايي شمېر لري.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرامپ وایي په هېواد کې یې د کرونا وایرس زیاتېدو پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې حالت تر ښه کېدو مخکې بیرته لا نور پسې خراب شي.

ښاغلي ټرمپ د اپریل میاشتې راوروسته د لومړي ځل لپاره د جولای پر ۲۲مه د کرونا ویروس په اړه خپلې ورځنۍ خبري غونډې له سره پیل کړې او ویې ویل: "زموږ د هیواد په یو شمیر برخو کې حالت ښه روان دی، خو په یو شمیر نورو کې بیا ډېر ښه نه دی."

ولسمشر ټرمپ له تېرو اوو میاشتو راهیسې ماسک نه پر مخ کاوه، خو په خپله وروستۍ خبري غونډه کې یې خبریالانو ته خپل ماسک ور ښکاره کړ او په ټینګار سره یې وویل چې ماسک باید پر مخ کړل شي ځکه چې وایي همدا یواځینۍ وسیله ده چې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG