واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې تر بین الافغاني خبرو مخکې په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ تشدد زیات شوی، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر طالبانو ږغ کړی چې خپلو کورونو ته ستانه شي او د بهرنیو استخباراتو لپاره کار پرېږدي.
حمدالله محب وویل "دا د طالبانو د مشرانو لپاره شرم دی چې خپل اولادونه یې د پاکستان په ښارونو کې تعلیم کوي خو افغان ماشومان دې ته پاروي چې پخپل هېواد کې تباهي وکړي".
د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې د دفاع وزارت په دفتر کې د پوځ د نوي مشر تعارفي غونډې ته په وینا کې وویل، که له طالبانو سره د امریکې تړون نه وای شوی نو وایي سږ کال به هغوی ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړل شوې وای.
حمدالله محب دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې د شورو- چارشنبې په ورځ د افغانستان د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې افغان ځواکونو هوایي بمباري کړې، چې د طالبانو او ځینو ځایي خلکو په وینا عام خلک پکې وژل شوي دي، خو افغان حکومت وایي دا برید یې پر طالبانو کړی دی.
د دفاع وزارت په غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ګډون کړی او پخپله وینا کې یې دعوه کړې چې ځینې تازه خوشي شوي طالبان بیرته د جګړې ډګر ته تللي دي، وایي په هغوی کې یې ځینې له افغان ځواکونو سره د جګړې په مهال وژل شوي هم دي.
اسدالله خالد غونډې ته د هرات په پروني برید کې د عامو خلکو د وژل کېدو دعوې ته څه ونه ویل خو وایي داسې ثبوتونه لري چې دا برید پر طالبانو شوی دی. اسدالله خالد ویلي:
"زموږ وزارت په ادرسکن ولسوالۍ کې د برید ویډیو لري چې د برید په مهال په کوهِ زیارت کلي کې طالبان ښکاره کوي، زه هیله من یم پلټنې به وښیي چې عامو خلکو ته پکې زیان نه دی اوښتی".
د افغان رسنیو په وینا د هرات په برید کې اته تنه وژل شوي خو د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد بیا په برید کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو دعوه کړې ده او تر شل زیات کسان په دې برید کې ټپیان شوي دي، خو طالبان بیا دعوه کوي چې په دې برید کې تر شلو زیات کسان وژل شوي چې وایي عام خلک دي.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا برید غندلی او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده. زلمي خلیلزاد د شورو- چارشنبې په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي چې تشدد خبرو ته لاره نه شي هوارولای.
اسدالله خالد وایي د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر ټولو محدودیتونو برسېره یې ځواکونو د تړون ټول شرطونه پر ځای کړي او بیا به هم د طالب بندیانو خوشي کولو ته دوام ورکړي.