لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبان وايي د ټولو بنديوانو خوشي کېدو په شرط د اختر وروسته خبرو ته تيار دي


طالبانو ويلي که د افغانستان حکومت د طالبانو ټول بنديوان خوشي کړي په دې شرط به طالبان هم حکومتي بنديوان خوشي کړي او طالبان بيا تيار دي چې د لوی اختر نه وروسته بېن الافغاني خبرې پېل کړي.

دغه خبره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين په ټويټر کړې ده.

هغه ويلي د اختر نه وړاندې دوی تيار دي چې د حکومت کوم سرتيري د طالبانو سره په بند کې دي هغوی خوشي کړي خو په دې شرط چې حکومت د طالبانو لخوا په ورکړی شوي لسټ کې شامل پاتې طالب بنديوان خلاص کړي.

هغه ويلي طالبان بيا تيار دی چې د اختر وروسته بېن الافغاني خبرې پېل کړي.

امریکا او طالبانو د فرورۍ په مياشت کې د افغانستان د سولې په توافقنامه کې د پينځه زره طالب بنديوانو او 1000 افغان امنیتي سرتيرو چې د طالبانو په بند کې د خوشي کولو ژمنه کړې وه.

افغان حکومت وايي د 4200 پورې طالب بندیوان يې خوشي کړي دي خو په وروستيو کې د طالبانو په ورکړي نوملړ کې د 600 بندیوانو د نه کولو ويل شوي او د حکومتي چارواکو لخوا يې علت ښودل شوی ؤ چې دا کسان په سختو جرمونو کې ککړ دي.

راپورونه وايي طالبانو هم په 1000 کې د 700 پورې حکومتي بندیوان خوشي کړي دي.

افغان دولت او طالبان په يو بل تورونه لګوي چې د فرورۍ په توافقنامه کې په شوؤ ژمنيو کې پاتې راغلي دي.

افغان دولت وايي طالبانو يو خو نه ټول بنديوان خوشي کړه او بل يې په افغان امنیتي ځواکونو بريدونه هم نه دي ودرولي.

د دې ترڅنګ افغان دولتي چارواکي دا تور هم لګوي چې کوم طالب بنديوان خوشي شوي هغوی بيرته د طالبانو په جګړه ييزه عملياتو کې شامل شوي دي.

دغه خبره تېره ورځ د افغان ملي امنیت مشاور جاوېد فېصل په ټويټ کې کړې ده.

امریکا په دې خبره زور راوړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديوانو عمل زر سرته ورسي او بېن الافغاني خبرې پېل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG