لاس رسیدونکی لینک

 
چين په خپل ښار چينګنډو کې د امریکې د قونصلګرۍ بندولو امر وکړو
تازه خبر

چين په خپل ښار چينګنډو کې د امریکې د قونصلګرۍ بندولو امر وکړو


چين په خپل لويديځ ښار چينګډو کې د امریکې د قونصلګرۍ بندولو امر نن د جمعې په ورځ وکړو او ويلي يې دي چې د امریکې د غېر منصفانه اقدام له امله يې دا ګام پورته کړی دی.

امریکې د نهې، سه شنبې په ورځ په هيوسټن ښار کې د چين د قونصلګرۍ بندولو ويلي ؤ.

امریکې په درېو ورځو کې د چين د قونصلګرۍ تړلو امر کړی ؤ.

په وروستيو کې د امریکا او چين ترمنځ سفارتي اړيکې ترينګلې شوي دي.

د امریکا او چين ترمنځه د سوداګرۍ، کرونا وايرس په اړه د ګامونو نه پورته کولو، جاسوسۍ په تور او هانګ کانګ کې د امنيت د نوي قانون په ځای کولو ترڅنګ د ايغور مسلمانانو د حقونو په اړه د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات د تريخوالي ښکار دي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویلي د امريکې او چين ترمنځ اوسني روان حالات داسې دي کوم چې چين نه غواړي او ورسره د دې هر څه زمه واري په امریکا ور اچوي.

چين په دې خبره زور راوړی چې امریکا دې خپلو پرېکړو ته بيا کتنه وکړي او د دوه اړخيزه تعلقاتو په ځای کولو دپاره دې اړين ګامونه پورته کړي.

امریکا د چين په پلازمينه بيجنګ کې د سفارتخانې نه علاوه په شنګهايي، شنيانګ، وهان، چونګزو او چينګډو کې قونصلګرۍ لري.

ټرمپ په هيوسټن کې د چين د قونصلګرۍ د بندېز د امر سره ویلي ؤ، د چين ايجنټان په ټېکساس کې د طب سره د څيړنو پټولو هڅه کوي.

چين د امریکا د تورونو رد کړی او ويلي يې ؤ د دغه ګام ځواب به ورته ورکولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG