لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: په چاؤدنه کې یو پاکستانی پوځي سرتيری وژل شوی، درې ژوبل شوي


د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په یوه بمي چاؤدنه کې يو پاکستانی پوځي سرتيری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزيرستان پولیس او انتظاميه د پېښې پخلی کوي او وايي دا چاؤدنه نن د جمعې په ورځ د ميرعلي او ميران شاه په غټ سړک د عيدک په علاقه کې شوې ده.

چارواکي وايي د لومړو مالوماتو ترمخه د سړک غاړې ته اېښودی شوی بم د ريموټ کنټرول د لارې چاؤل شوی او د پوځ ګشتي ګاډی پکې په نخښه شوی دی.

چارواکي په چاؤدنه کې د يو پوځي سرتيري د وژلو او درېو ژوبلېدو پخلی کوي.

پوځ په خپله د دغه پېښې په اړه د دې خبر خپرېدو پورې څه نه دي ویلي.

د پېښې زمه واري حزب الاحرار ډلې منلې ده.

چارواکي وايي په چاؤدنه کې ژوبل سرتيري د ميران شاه پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

پوليس وايي علاقه يې په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

تېره ورځ په ميرعلي کې په یوه هدفي وژنه کې يوه ښځه وژل شوې وه، د وژل شوې ښځې زوی ويلي مور يې څارؤ له وښو راوړ له تللې او په موټر سائيکل راغلو کسانو په ډزو وژلې ده.

دغه هلک وايي تېر کال يې تره نامالومو کسانو په ډزو وژلی ؤ.

په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د ترهګرۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي او په ځانګړي ډول په پوځ بريدونه زيات شوي دي.

په وروستیو کې په پوځ د ترسره شوؤ زیاتو بریدونو زمه واري پاکستاني طالبان مني.

XS
SM
MD
LG