لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد هائېکورټ پاکستان کې پب جي ګیم نه دبندیز لرې کولو امر وکړو


اسلام اباد هائیکورټ پاکستان کې په انلاین ګیم یا لوبه پب جي دحکومت لخوا د لګول شوي بندیز ختمولو اؤ ددغه ګیم په سمدستي توګه د پرځائ کولو امر کړی دی.

دجمعې په ورځ داسلام اباد هائیکورټ جج عامر فاروق د مخابراتو دمرکزي ادارې (پي ټی ای) لخو په پب جي ګیم دبندیز په ضد دشوې عریضې اوریدونه کړې اؤ دمخابراتو ادارې ته یې امر کړی چې دغه ګیم دې په سمدستي توګه پرځائ کړي.

دپاکستان دمخابراتو ادارې د روانې میاشتې په پیل کې په دغه انلاین ګیم بندیز لګولی ؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې زیاتو خلکو ورته شکایتونه کړي چې دا ګیم د ماشومانو په ذهنونو خرابې اغیزې کوي‌.

پي ټي‌ ای ویلي وؤ دګیم انتظامیې څخه یې ددغه ګیم په هکله جذئیات،پاکستان کې ددې دکاروونکو شمیره، اؤ دماشومانو په ذهنونو ددې دبدو اغیزو نه دخوندي پاتې کیدو تدابیر غوښتي وؤ خو دګیم انتظامیې ورته دغه جذئیات نه دي ورکړي.

په پب جي ګیم د بندیز نه وروسته پاکستان کې په رسنیو اؤ سوشل ميډیا په دې اړوند تاوده بحثونه راپاریدلي وؤ اؤ په ټوئټر ددې ګیم دبندیز په ضد یو ټرینډ هم مخې ته راغلی ؤ.

تر دې وړاندې دلاهور ایالتي مخکمې یا هائیکورټ د مخابراتو ادارې ته امر کړی ؤ چې په دې ګیم دبندیز لړ کې باید د ولس غږ ته غوږ ونیسي.

پېښور کې دماشومانو دحقونو دپاره په مبارزه دبوخت یو غیر دولتي سازمان مشر مبشرعلي وایي په داسې وخت کې چې نړۍ خپل ماشومان ډیر په چټکتیا سره دکمپیوټر ټیکنالوجۍ سره اشنا کوي اؤ هغوئ ته دپرمختګ اؤ چیلنجونو نه د وتلو لارې دکمپیوټر اؤ ګیمونو دلارې ښایي، پاکستان کې داسې رقم ګیمونو بندیز دماشومانو د ذهني ودې د مخنیوي په معنا عمل دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي مبشر علي وویل تر دې وړاندې پاکستان کې نورې ټولنیزې رسنۍ هم بندې شوي دي اؤ اوس دماشومانو نه هم د ذهني پرمختګ موقعې اخستل کیږي چې دا یو ډیر خطرناک عمل دی.

هغه وویل ماشومان یوازې تر مکتب محدوو ساتل دهغوئ د ذهني ودې دمخنیوي په معنا عمل دی ځکه چې اوس په پرمختللو ټولنو کې ماشومان د کمپیوټر په مدد د وخت نه مخکې انجئیران، سائنسدانان اؤ پروفیسران جوړیږي.

خو دپېښور د فقیراباد سیمې د یو دولتي مکتب استاد نیاز مهمند بیا وایي چې په ګیمونو اخته ماشومان زیاتره په سبقونو کې کمزوري پاتې کیږي اؤ نه شي کولی دسبا ورځې یو لویې انسان له ځانه جوړ کړي.

هغه وایي په پرمختللو ټولنو کې که ماشومان هر فعالیت کوي خو دهغې چوکاټ اؤ وختونه معلوم وي ”دلته خو چې ټوله شپه اؤ ورځ ماشوم سره په لاس کې موبایل وي اؤ ګیمونه پرې کوي نو دهغه نه ذهني مریض جوړ شي”

تیره اوونۍ دپاکستان سترې محکمې په ټولنیزه رسنۍ یوټیوب هم دبندیزونو لګولو اشاره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې په ټولنیزو رسنیو دپوځ،عدلیې اؤ حکومت په ضد خلک راپارول کیږی.

د ډیجټيل یا کمپیوټري چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړې معاونې تانیه ایدروس اؤ دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري په یوټیوب اؤ نورو مهمو رسنیو د بندیز رسنیو سره مخالفت ښودلی دی

XS
SM
MD
LG