لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان ټولې بهرنۍ قرضې تر 100 اربه ډالره زياتې شوې دي


مردان ـــــ معاشي ماهرين ويره څرګندوي چې د تېر مالي کال د اخري درې مياشتيني رپورټ تر راتلو پورې په پاکستان باندې مجموعي قرضې تر 46000 اربه روپو زياتېدای شي.

د انګرېزي ژبې ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د اقتصادي وزارت په حواله وايي د پاکستان حکومت په مالي کال 2019م- 20م کې د جون تر مياشتې پورې 13.2 اربه ډالره قرضه اخیستې ده او له دې سره د حکومت له خوا په تېرو دوو کالو کې د اخیستل شوو قرضو حجم 26.2 اربه ډالره ته رسېدلی دی.

په دغه رپورټ کې ويل شوي په مجموعي توګه په 29 اربه ډالره قرضه کې 19.2 اربه ډالره قرضه له سود سره یو ځای واپس کړل شوې هم ده.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي د مالي کال 2019م- 20م تر مارچ مياشتې پورې مجموعي قرضه 42800 اربه روپیو ته رسېدلې ده او امکان لري چې د کال اخري درې مياشتې د رپورټ تر راتلو پورې د روپۍ د قدر کمېدو په وجه دا قرضې نورې هم زياتې شي.

د نوموړي په وينا درې مياشتې وړاندې د ډالر نرخ شاوخوا 155 روپۍ وو خو اوس لږ تر لږه لس روپۍ نور زيات شوی دی د کوم له کبله چې په قرضو بوج نور سېوا شوی دی.

ورځپاڼه اېکسریس ټريبيون وايي په مالي 2018م- 19م کې په مجموعي توګه 16 اربه ډالره قرضه اخستل شوې وه چې پکې د خليجي هېوادونو مرستې هم شاملې دي. هم په دغه کال د حکومت له خوا نهه اربه ډالره قرضې هم واپس کړل شوې وې.

د اقتصاد ماهر پروفېسر منظور احمد وايي پاکستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په رنګ پورونه اخلي او دا کومه بده خبره نه ده. وایي که چېرې قرضې په اوږدمهاله پرمختيايي منصوبو کې ولګي نو دې سره حکومتي ګټه هم زياتېدی شي. د نوموړي په وينا بايد حکومت هم خپل روان خرڅونه کم کړي.

ماهرين وايي د تحريک انصاف حکومت هم د نورو حکومتونو په رنګ په ملکي برامداتو او غېرملکي زرمبادله زياتولو کې نه دی کامياب شوی.

د وزارت په رپورټ کې ويل شوي تېر کال د بېلا بېلو ادارو له خوا حکومت ته پينځه اعشاريه پينځه اربه ډالره پورونه ورکړل شوي دي چې پکې د اېشيايي پرمختيايي بېنک له خوا 2.8 اربه ډالره، د پیسو د نړیوالې ادارې ای اېم اېف له خوا 2.84 اربه ډالره، د نړيوال بېنک له خوا 1.3 اربه ډالره او د اسلامي پرمختیایي بېنک له خوا 869 میلينه ډالره ورکړل شوې دي.

ورځپاڼه ليکي په دې قرضه کې د ای اېم ایف له خوا 1.4 اربه ډالره د کرونا وبا لپاره بېړنی رقم هم شامل دی.

د پاکستان حکومت دعوه لري چې ملکي کرنټ اکاونټ خساره 77 فيصده کمه کړی شوې ده او دا رقم د 19 اربه ډالره نه دوه اربه ډالره ته راکم کړی شوی دی.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د پاکستان حکومت پلان لري د مالي کال 2020م- 21م لپاره 15 اربه ډالره نوره قرضه واخلي چې پکې به په روان کال کې غېرملکي قرضې واپس کوي او داسې خپله غېرملکي زرمبادله به هم په ځای وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG