لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کورمه کې په دوو پېښو کې څلور تنه وژل شوي، د وژنو په ضد بیا احتجاج شوی


واشنګټن ــــ د پښتونخوا د کورمې ضلعې په صده او د پاړاچنار په کرمان سيمو کې د خالي- شنبې په ورځ په دوو جلا پېښو کې د ناپېژاندو کسانو له خوا څلور کسان وژل شوي دي او يو په کې ژوبل شوی هم دی.

د دغې چاودنې نه وروسته د کورمې پاړه چنار په ښار کې د خلکو له اړخه احتجاج پېل کړی شو او دغه احتجاج تر دوو ورځو پورې دوام لرل۔ احتجاج کوونکو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د پېښې پلټنې دې وشي او ککړ تنانو ته دې سزا ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پر ټویټر لیکلي، په کورمه کې د دوو قبیلو تر منځ د مځکې پر سر د شخړې رپوټونه د ډېرې اندېښنې وړ دي:

"حالت ډېر خراب دی ځکه چې د دواړو قبیلو له خوا پر یو بل بریدونه روان دي، دوې میاشتې مخکې هم دې ته ورته پېښه وشوه، خو حکومت او انتظامیه ورباندې پټه خوله دي".

د کورمې سيمې ځايي تنانو وي او اې ډيوه ته وويل، وړومبۍ پېښه هغه وخت وشوه چې په پاړاچنار کرمان سيمه کې په دريو تنو باندې ناپېژاندګلو وسلوالو ډزې وکړې چې پکې دوه کسان مړه شوي وو او يو په کې ژوبل شوی وو. د ځايي تنانو په وینا ژوبل شوی تن هم څو ساعته وروستو په حق رسېدلی دی.

په دغه پېښه کې مړه شوي تنان سُنیان او د منځنۍ کورمې د ړادړ سيمې اوسېدونکي وو چې په کې دوه تنه حيات الله او يعقوب خان وروڼه وو او د دريم وژل شوي تن نوم شاهين ګل وو.

د دغې پېښې نه وروسته، په صدې سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په په شیعه مسلکه کسانو باندې بريد وشو او پکې يو کس په ځای و وژل شو او بل ټپي شو.

د کورمې صدې سيمې يو مشر حاجي سليم خان وي او اې ډيوه ته وويل، د دې وجه نه ده معلومه چې ولې دغه کسان و وژل شو خو وایي‌ دغه نننۍ پېښې د دښمنۍ په نتيجه کې نه دي شوې.

حاجي سلیم خان وايي دواړه پېښې د غندنې وړ دي، وایي‌ په پاړا چنار کې د درو تنو تر وژل کېدو وروسته په صده کې پېښه د ډېر تاو وروسته وشوه.

حاجي سليم خان وايي داسې ښکاري ځينې خلک غواړي په کورمه کې امن خراب کړي او دلته حالات همدغه رنګه کړکېچن وي.

د ځايي خلکو په وینا د صدې سيمې خلکو د دريو کسانو تر وژنې وروسته په صدې بازار کې په احتجاج لاس پورې کړی او وژل شوي کسان يې په بازار کې د احتجاج په توګه ایښي دي.

ياده دې وي د جولای په 23مه نېټه باندې د کورمې پاړه چنار په توري مارکيټ کې چاودنه شوې وه چې په کې څه کم او زيات 17 کسان ژوبل شوي وو.

د کورمې د پوليسو مشر محمد قريش خان سره وي او اې ډيوه د ټيلیفون د لارې د خبرو کولو هڅه څو وارې وکړه خو نوموړي جواب و نه وایه او په دغو پېښو باندې یې رایه ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG