لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که د اختر او محرم تېرېدو وروسته د کرونا وبا کمه وه ټول کاروبارونه به خلاص شي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي که د لوی اختر او محرم وروسته د کرونا وبا قابو وه پېښې سېوا نه شوې، کېدی شي ټول کاروبارونه، تعليمي ادارې او د سېلګرۍ ځايونه خلاص کړی شي.

هغه په خلکو غږ کړی چې د لوی اختر او محرم په مهال د کرونا وبا په اړه احتیاط وکړي.

هغه قوم ته په وېنا کې ویلي، په احتیاط دې پاتې شي او که اختر او محرم په خېر تېر شو، موقع شته چې ټول تړلي کاروبارونه خلاص کړو.

هغه په خلکو د قربانۍ د څارؤ اخستو دپاره د ان لاين يا د انټرنېټ د لارې د څارؤ اخستو غږ کړی چې خلک دې د منډيانو ډډه وکړي او زياته کړې يې ده که بيا هم خلک منډيانو ته ځي پکار ده چې په حکومتي جوړه تګلاره عمل وکړي او ماسکونه واچوي.

عمران خان زياته کړې خلک دې په بازارونو او دوکانونو کې هم د ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړي او خيال دې وساتي.

هغه ويلي که په اختر او محرم کې احتياط ونه شو د کرونا پېښې سېوا کېدی شي، هغه حالات خطرناک ګرځېدی شي او اقتصاد نور اغېزمنولی شي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وایرس دوه لکه 75 زره224 پېښې مخې ته راغلي چې پکې 5865 کسان کرونا وایرس مړه کړي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته دوه لکه 42زره او 436 کسان ښه شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG