لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان د ملکي خلکو لپاره د نړۍ ناامنه او خونړی هېواد وباله


یوناما ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نزدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) یو ځل بیا دغه هېواد په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو نا امنه وباله.

ملګري ملتونه په هغه راپور کې ، چې د جولايي په ۲۷مه خپور شوی ویلي، که څه هم د تېر پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده.

یوناما ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نزدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما په دغه رپوټ کې ویلي چې د نړيوالو ځواکونو او د داعش خراسان څانګې ترمنځ د عملیاتو د کمښت له کبله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې خو دا بنسټ وايي، په دې موده کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې کچه هېڅ نه ده کمه شوې.

دغه بنسټ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو او پکې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ډېروالي پر سر دغو دواړو لورو ته ګوته نیولې چې د سولې فرصت په جګړه تېروي.

بلخوا ‌د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوناما ددغه راپور په اړه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دولت ژمن دی چې له یوناما سره په ګډه کار وکړي چې د جګړې د سیمو واقعیتونه منعکس شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دولت په میاشتو میاشتو په دفاعي حالت کې پاتې شو، خو په خبره ‌یې طالبانو د ملګي وګړو او عامه تأسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی جاري وساتلو.

خو طالبان بیا د یوناما دغه راپور ردوي او وايي، چې دغه ډول راپورونه د یو اړخیزه معلوماتو پر بنسټ جوړېږي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي،چې د یوناما راپورونه د افغانستان دولت د معلوماتو له مخې برابرېږي.

بل‌ خوا دغوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې د ملکیانو د رنځ د پائ ته رسولو لپاره تر ټولو ښه لاره د افغانستان د جګړو حل او فصل له سیاسي لارې دی، ټول اړخونه موافق دي چې هېڅ نظامي حل لاره نه‌ شته.

دغه ماموریت زیاته کړې چې ژمن دی له افغانستان سره مرسته وکړي چې دوامداره سولې ته ورسېږي او په خبره‌یې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه ده.

یوناما په خپل دغه راپور کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په ځانګړې توګه د دیني عالمانو، روغتیایي کارکوونکو، عدلي او قضایي او غیر دولتي بنسټونو، مدني فعالانو او خبریالانو پر هدف ګرځولو هم اندېښنه ښودلې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG