لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر چمن پوله د ملېشه ځواکونو په ډزو درې تنه وژل شوي ‌او 20 ټپیان شوي دي


واشنګټن ــــ د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د ملېشه ځواکونو له خوا پر سلګونو عامو خلکو وروسته له هغه ډزې شوې دي چې دوی غوښتل د پولې پر لویه دروازه افغانستان ته واوړي.

د وي او اې ډیوه د خبریال نعمت الله سرحدي په وینا د ملېشه ځواکونو په ډزو 20 تنه ټپیان شوي چې د چمن سرکاري روغتون ته وړل شوي دي او د درو تنو د وژل کېدو خبر هم ورکوي چې وایي په هغوی کې یوه ښځه ده.

د بلوچستان د داخله چارو وزیر میر ضیا لانګو نن د پنجشنبې- زیارت په ماښام په کوټه کې یوې بیړنۍ خبري غونډې ته وویل، احتجاج کوونکي پولې ته څېرمه حساسې سیمې ته ورغلي او هلته یې په قرنطینه مرکز او د نادرا په دفتر کې تاوان رسولی دی:

"خلکو تر پولې د اوښتو هڅه کړې چې امنیتي ځواکونو هم ډزې کړې دي، په منځ کې ورانکارو هم د خلکو د پارولو هڅه کړې، خلک زخمیان شوي هم دي او د دوو درو تنو د مړینې خبرونه هم لرو".

ټاکل شوې وه چې د مرکزي حکومت په امر نن هم پوله پرانیستل شوې وای او هلته بند پاته سلګونه خلک اوښتي وای خو وایي ملېشه ځواکونو پوله نن بنده وساتله او چاته یې د اوښتلو اجازه نه ورکوله.

ملېشه ځواکونو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د رپوټونو له مخې ملېشه ځواکونو نن ویلي وو، تر څو چې د دوی د مرکز مخته پیل شوی پرلت ختم نه شي پوله به نه پرانیزي.

رپوټونه وایي په چمن کې د ملېشه ځواکونو مرکز مخته چې د چمن عامو خلکو او سیاسي ګوندونو کوم احتجاجي پرلت پیل کړی وو، هغوی له ملېشه ځواکونو وغوښتل چې پوله پرانیزي او په دې حال کې عام خلک د پولې پر دروازه ورغلل چې وایي ملېشه ځواکونو ورباندې ډزې پیل کړې او ګڼ شمېر خلک یې ټپیان کړل.

پر پوله په بندو خلکو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم شامل وو او داسې امکان هم شته چې د ملېشه ځواکونو په ډزو دوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

رپوټونه وایي ملېشه ځواکونو تر ډزو وروسته د عامو خلکو د وېشلو لپاره پر هغوی باندې اوښکې بهوونکی ګېس هم غورځولی دی.

د ډیوه خبریال وایي د پاکستان له غاړې د ملېشه ځواکونو تر ډزو وروسته د پاکستان او افغانستان د سرحدي عسکرو تر منځ هم ډزې شوې دي چې تر اوسه پکې د مرګ ژوبلې تفصیلات مخې ته نه دي راغلې.

ضیا لانګو وایي د پېښې پلټنه به کوي چې آیا خلک د ملېشه ځواکونو او که هلته د نورو ورانکارو په ډزو زخمیان شوي او وژل شوي‌ دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG