لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا غږ اردو څانګه د بایډن د ویډیو له امله د پلټنو لاندې ده


واشنګټن – د نړیوالې رسنۍ لپاره د امریکا اداره (USAGM) په دې اړه پلټنې کوي چې د امریکا غږ د اردو څانګې لخوا پوست شوې ویډیو خو به د امریکا د رسنیو له معیارونو او د هغو فېډرالي قوانینو سره په ټکر کې نه وي چې د حکومتي کارکونکو د سیاسي فعالیتونو د اداره کولو لپاره دي.

په دغې ویډیو باندې د امریکا غږ نښه (لوګو) ده او په اردو ژبه پرې لیکنې شوي.

په ویډیو کې د ډیموکراټانو کاندید جو بایډن په جولای کې د شلو میلیونو مسلمانو رایه ورکولو تر نامه لاندې یوې غونډې ته چې د امګېګ اکشن په نامه د یوې غیر انتفاعي ادارې لخوا جوړه شوې ده وینا کوي.

دا ویډیو د اردو څانګې په ویب پاڼه او ټولنیزو رسنیو باندې ددې میاشتې په سر کې مخکې له دې چې په امریکا غږ کې د لوړ پوړو ژورنالستانو لخوا د ویډیو د موادو په اړه د اندېښنې له امله لېرې شوه، خپره شوې وه.

یو اس اې جي ام چې امریکا غږ یې هم تر سیوري لاندې کار کوي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي دي، چې په دې اړه به پلټنې وشي چې څوک ددغې ویډیو مسول دی او ایا دا ویډیو د هچ اکټ په ګډون له قوانینو څخه سرغړونه کړې ده او کنه؟

دغه قانون چې په فېدرالي مامورینو باندې عملي کېږي سیاسي فعالیتونه محدودوي تر څو په هېڅ ډله کې نه ښکېلتیا باوري کړي.‌

د یو اس اې جي ام ادارې مشر مایکل پک په یو بیان کې ویلي دي، "چې د یادې ادارې هغه غړي به مسول وګڼل شي چې هڅه یې کړې د امریکا په ټاکنو باندې اغیز ولري."

په امریکا غږ کې ژونالستان باید په کلکه د توازن په څېر د ژورنالیزم له ټولو معیارونو سره برابر وي.

فېډرالي مامورین او‌ځینې قراردادیان هم د هچ اکټ په نامه د قانون له مخې د دندې پر مهال د ګوندیزو سیاسي فعالیتونو څخه منعه کوی.‌

هغه چې له یاد قانون سره په ټکر کې وموندل شي نو کېدای شي خپلې دندې له لاسه ورکړي،‌ رتبه ترې واخېستل شي او یا هم تر زرو ډالرو پورې جریمه کړای شي.

د دوو دقیقو په دغې ویډیو کې پخوانی مرستیال ولسمشر لیدل کېږي چې مسلمانو امریکایانو ته وايي، چې د بایډن اداره به د هغوی پورې تړلو ستونزو ته ځان ورسوي او د ټرمپ د ادار پالیسي چې ځینې وخت ورته پر مسلمانانو بندیز وايي له منځه یوسي.

د دغې پالیسۍ له امله له اوو مسلمانو هېوادونو څخه تر ۹۰ ورځو پورې په مهاجرتونو باندې بندیز لګېدلی وو خو له نورو مسلمانو هېوادونو څخه د مسلمانانو په راتګ باندې بندیز نه وو.

د امریکا سترې محکمې د ۲۰۱۸ په جون کې د مهاجرت دغه پالیسي وساتله.

نېږدې ۳.۵ میلیونه خلک په نړۍ کې د امریکا غږ له اردو فیسبوک پاڼې سره مل دي او تر ۱۸۴۰۰۰ کسانو پورې ورسره په ټویټر باندې ملګري دي.‌

د امریکا د احصایي یا سینسس بیرو د معلوماتو له مخې،‌ په امریکا کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ ۳۹۷۵۰۰ اردو ژبي خلک دي.‌

پک په خپل بیان کې ویلي دي، "زمونږ شبکې نړۍ ته د امریکا ستر لوډسپیکر په څېر دي او دې با ارزښته وسیلې ته په سخاوت سره د امریکا خلک پیسې ورکوي. ددې لپاره چې زمونږ د ادارې شهرت او زمونږ د موادو خپلواکي خوندي وي، زه به په دوامداره توګه دا باوری کړم چې له ژونالیستیکي معیارونو او اصولو څخه سرغړونو سره په چټکۍ او مناسبه توګه چلند وشي."

امریکا غږ په اردو او ۴۶ نورو ژبو باندې د خپل ماموریت سره سم په خپلواکه او سمه توګه په نړۍ کې داسې هېوادونو ته خبرونه رسوي چې ډېر زیات محدودیتونه پکې دي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG