لاس رسیدونکی لینک

 
اشرف غني وايي هغه 500 طالب بنديوان خوشي کوو چې د 5000 نه علاوه دي
تازه خبر

اشرف غني وايي هغه 500 طالب بنديوان خوشي کوو چې د 5000 نه علاوه دي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي، د لوی اختر د څلورمې نه هغه 500 طالب بندیوان خوشي کوي چې د طالبانو د 5000 بنديوانو د فهرست نه علاوه دي.

اشرف غني دغه اعلان نن د جمعې په ورځ په صدارتي ماڼۍ ارګ کې د لوی اختر د نمانځه نه پس وکړو.

ولسمشر غني وويل طالبانو د لوی اختر په موقع اوربند کړی د هغې په بدل کې دوی په ښه نيت او سولې د عمل په لار کې د خنډانو لرې کېدو په موخه 500 طالب بندیوان خوشي کوي.

اشرف غني د طالبانو لخوا د اوربند هرکلی وکړو او وی ويل دغه اوربند ته دې دوام ورکړی شي.

نوموړي په طالبانو غږ وکړو چې څومره زر وي د افغان حکومت سره دې مذاکرات پېل کړي.

ښاغلي غني د طالبانو د 400 بنديوانو په اړه وويل طالبانو چې دوی ته کوم فهرست ورکړی په هغې کې 400 داسې دي چې په مختلفو جرمونو کې ککړ دي د قانون ترمخه هغه نه شي کولی چې دغه 400 تنه خوشي کړي.

هغه زياته کړې د دغو کسانو په اړه به د مشورې دپاره د اولسي استازو سره مشوره وکړي.

د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په شوې موافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به د طالبانو 5000 بنديوان او طالبان به د افغان حکومت 1000 بنديوان خوشي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG