لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي:د چمن د پېښې په سر افغان چارواکو سره خبرې کوو، افغان چارواکي وايي پاکستاني بريدونو ته ځواب ورکوي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي د افغانستان سره د چمن په پوله د وضعيت په اړه يې په کابل کې خپل سفير ته ویلي، چې د افغان چارواکو سره په دغه اړه خبره وکړي.

بل لور ته راپورونه وايي د افغانستان د دفاع وزارت په افغان ځواکونو غږ کړی چې د سپين بولدک په پوله د پاکستاني ملېشو بريدونو ته چمتو اوسي او بريدونو ته یې ځواب ورکړي.

د خبري غونډې په مهال د وزیراعظم د امنيتي چارو مرستيال معيد يوسف وويل د افغانستان سره په پوله د پاکستاني ځواکونولخوا هیڅ قسمه سرغړونه نه ده شوې.

د چمن څخه د ډيوه خبريال وايي په چمن ښار کې نن د جمعې په ورځ هم د لېویز او احتجاج کوونکو ترمنځ په نښته کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

په چمن کې سرحدي پولې ته څېرمه په دویمه ورځ ھم احتجاج دوام لري.

د چمن لیویز د چارواکو په وینا په تازه نښتو کې درې د لیویز سرتیري او درې احتجاج کوونکي ژوبل شوي دي.

د ډيوه د خبريال په وېنا چې پېښه هغه وخت را منځته شوہ کله چې خلکوپرون د پېښې پر ضد او د ځواکونو لخوا د نیول شوو خلکو د را خلاصولو لپارہ احتجاج کولو.

پرون د ملیشه ځواکونو او احتجاج کونکو ترمينځ په نښته کې درې تنه احتجاج کونکي وژل شوي او 20 ته نزدې ټپیان شوي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو په خبرہ احتجاج کوؤنکي د سرحدي پولې حساسې سیمې ته تللي وو او قرنطینه مرکز، نادرا و دوتر ته یې اور اچولی وو.

د ځايي خلکو په وېنا پرون په چمن کې د اېف سي او احتجاج کونکو تر مینځ له نښتې وروسته د پاکستاني او افغان ځواکونو تر مينځ ھم وسلوال بریدونه شوي دي.

د وي ای اشنا څانکې ترمخه د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په سپین بولدک کې د ملکي وګړو پر کورنو د پاکستاني ملېشو بریدونو کې 9 ملکي وګړي وژل شوي او 50 نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښې په اړه به لازم اقدامات تر سره کړي.

په چمن کې د لیویز و د چارواکو په وینا احتجاج کوؤنکو په سرتیرو په ډبرو برید کړی اود ځواک یو موټر ته یې اوور اچولی دی.

احتجاج کونکي تور لګوي چې د لیویز ځواک لخوا پر احتجاج کونکو ډزې شوې دي خو د لیویز ځایي مشران وایي دوی ھوایي ډزې کړې دي.

د پروند او نن ورځې د پېښو پر ضد په ژوب ، شیراني ، قلعه سیف الله او نورو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي غونډې دوام لري.

د عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا ھم پېښه غندل شوې او د احتجاجونو اعلان شوی دی.

راپورونه وايي د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو او د کرهنې مالداری يا زراعت وزیر زمرک خان اڅکزی نن سرحدي ښار چمن ته تللي چې حالات وګوري.

د لانګو لخوا په جاري کړل شوي خبر کې لیکل شوي

د چمن د لغړي اتحاد او د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا شاوخوا له تیرو شپږو اوونیو راهسې احتجاج دوام لري ، بیلا بیلو سیاسي ګوندونو ھم د احتجاج ملا تړ کړی،احتجاج د چمن سرحدي پولې د بندیدو پر ضد روان دی.

د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه له تیرو څلورو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمينځ د سرحدي پوله چمن د عامو خلکو د تګ راتګ لپارہ بندہ دہ ،یوازي و افغان او نېټو ټرانزټ ته د تلو راتلو اجازہ ورکړل شوې وہ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG