لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پېښې په ضد روانې احتجاجي مظاهرې او ناستې د مذاکراتو وروسته ختمې کړی شوي

د بلوچستان صوبې د افغانستان سره په پوله پرته سيمه چمن کې د ډزو او مرګ ژوبلو په ضد پېل شوې احتجاجي مظاهرې او ناستې د حکومتي ډلې سره د خبرو وروستو ختمې شوې دي.

په چمن کې د زيارت او جمعې په ورځ د مظاهرچيانو او ليويز ځواک ترمنځه په نښته کې درې کسان وژل شوي او د ۲۶ نه زيات ژوبل شوي وو.

د يادو مرګ ژوبلو وروستو پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي نېشنل ګوند پرون د جمعې په ورځ په چمن او د بلوچستان صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجي مظاهرې کړې وې چې ورسره په چمن کې امنيتي وضع خرابه هم وه.

په چمن کې د دې پېښې وروستو د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضياالله لانګو د حکومتي ډلې سره او د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغرخان اچکزي او صوبايي وزير زمرک اچکزي سره په ګډه دغلته ورغلي، د ليويز، اېف سي چارواکو او هلته احتجاج کوونکو سره يې خبرې کړې دي.

د چمن په احتجاج کوونکو کې د لغړي اتحاد غړي، د پي ټي اېم، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نور يو شمېر کسان شامل وو.

د مذاکراتو وروستو ضياالله لانګو ويلي د احتجاج کوونکو سره يې خبرې کاميابې شوې او له دې وروستو په بېلا بېلو برخو کې احتجاجي ناستې ختمې شوي. هغه وويل ځيني ورانکاريو د احتجاج کوونکو، ليويز او اېف سي ترمنځ ورانی جوړ کړی او بيا مرګ ژوبلې رامنځ ته شوي.

په دغه مهال د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اچکزي ويلي د حکومت سره يې خبره شوې چې دغلته په ډزو وژل شوو او ژوبلو کسانو ته به مالي مرستې ورکول کېږي.

د چمن د پُولې څنګ ته نزدې د تېرو شپږو اوونيو راهسې د لغړي اتحاد او پي ټي اېم له خوا احتجاج روان ؤ چې ورته د بېلا بېلو سياسي ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه ؤ. دوي غوښتل چې د چمن پُوله دې د هر قسمه تګ راتګ لپاره ازاده کړی شي.

د پاکستان حکومت نزدې د تېرو څلورو مياشتو راهسې د کرونا وايرس د مخنيوي له امله د چمن پُوله د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې.

په وروستيو کې دا پُوله يواځې د کاروباري تګ راتګ لپاره پرانستل شوې وه.

بل لور ته د چمن په پُوله د يادې پېښې وروستو پاکستاني چارواکو دعوی کړې افغان ځواکونو په پوله ډزې پېل کړي او بيا يې په ځواب کې پاکستاني ځواکونو هم ډزې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د پُولې د پورې غاړې نه لومړۍ ډزې افغان ځواکونو کړې وې، پاکستاني ځواکونو يواځې په خپله دفاع کې ځوابي عمليات کړي دي.

پرون د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو په اړونده لارو يې د افغان چارواکو سره د خبرو په اړه رابطه کړې چې په پُوله رامنځ ته شوې شخړه هواره کړي.

هلته بيا افغان چارواکو ويلي د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې يې ۱۵ عام ملکي وګړي وژل شوي او ۸۰ نه زيات ژوبل شوي دي. پرون د جمعې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت په خپلو امنيتي ځواکونو غږ کړی چې د پُولې د ساتنې لپاره تيار اوسي او هر قسمه بريد ته په کلکه ځواب ووايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG