لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېسبوک او ټویټر د کرونا په اړه د غلطو معلوماتو له کبله د ولسمشر ټرمپ پوسټ ډیلیټ کړی


واشنګټن ــــ د فېسبوک او ټویټر ادارو د امریکې د ولسمشر ټرمپ هغه پوسټ او ټویټ له خپلو پاڼو لرې کړی چې وایي‌ د کرونا وایرس په اړه د غلطو معلوماتو په خپرولو سره یې د دوی پالیسۍ سرغړونه کړې ده.

صدر ټرمپ تر اوسه د فېسبوک او ټویټر د ادارو د دې اقدام په اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د اسوشیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ پر خپل فېسبوک د فاکس نیوز یوه ویډیو خپره کړې او په هغه کې یې ویلي دي چې ماشومان له کرونا وایرسه "تقریباً خوندي" دي.

د فېسبوک ادارې د شوروـ چارشنبې په ورځ ویلي چې "په دې ویډیو کې دروغجنه دعوه شوې ده چې ګواکې یوه ډله خلکو [ماشومانو] ته کرونا وایرس نه ور پورې کېږي چې دا د زیانمن کرونا وایرس په اړه زموږ د پالیسۍ سرغړونه ده".

ولسمشر ټرمپ فېسبوک ته ورته پر ټویټر هم دغه ویډیو خپره کړې وه چې د چارشنبې- شورو د ورځې تر ناوخته لا پرته وه خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې وروسته ټویټر هم هغه ټویټ ډیلیټ کړی دی.

ګڼ شمېر څېړنې وړاندیز کوي، خو دا نه ثابتوي چې ماشومانو ته دې د لویانو په نسبت دا وایرس کم ور پورې کېږي او ډېر امکان لري چې دوی لږ نخښې ولري، خو دا نه ده ثابته شوې چې ماشومان دې له دې ناروغۍ خوندي وي.

د امریکې د وبایي ناروغیو د مخنیوي مرکز سي ډي سي په تېره اپرېل میاشت کې پر 2,500 ماشومانو یوه څېړنه کړې وه، وایي دا ورته څرګنده شوه چې په هرو درو غټانو کې چې یو تن په روغتون کې بستر شوی، د هغه په نسبت په هرو پینځو اغېزمنو ماشومانو کې یو ماشوم بستر شوی او له دوی څخه درې یې مړه شوي‌ دي.

په څېړنه کې د ټولو کېسونو په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي، خو دا پکې ویل شوي وو چې له کرونا وایرسه ټول اغېزمن ماشومان د دې ناروغۍ نخښې نه لري او دا د دې سبب کېږي چې په نورو خلکو کې وبا خپره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG