لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوه میرمن له ۲۷کلنې بې هوشۍ وروسته په هوش کې راغلې ده


منیره عبدالله
منیره عبدالله

کله چې منيره عبدالله په وروستي ځل وېښه وه نو جارج بُش دامريکا ولسمشر و او سوويت يونين خپلې خاتمې ته نزدې و، دا هاغه کال و چې دخليج فارس جګړه پکې ختمه شوه.

په کال ١٩٩١ء کې د٣٢ کلونو په عمر کې منیره عبدالله دمتحده عرب امراتو دالعين په اويسس ښار کې دسړک په يوه حادثه کې ژوبل شوې وه، چې له امله يې هغه دراتلونکو دريوو لسيزو لپاره دنيم بې هوشۍ حالت ته لاړه.

٢٧ کاله وروستو، دميونخ سره نزدې په يو کلينک کې دجون په مياشت کې هغه په هوش کې راغله،چرته چې ډاکټرانو دهغې داوږدې پېچلې ناروغتيا علاج کولو.

دهغې ٣٢ کلن ځوې عمر ويبير ويلي دخپلې مور په اړوند کله هم نه ؤ مايوسه شوى او داسې يې احساسوله چې يوه ورځ به هغه خامخا رابيداره شي،

دهغې دغه ځوې دسړک دحادثې په مهال يوازې دڅلور کالو ؤ، هغه دخپلې مور دغه قيصه داماراتو دخبري ويبپاڼې "دي نيشنل" سره دګل په ورځ شريکه کړې ده.

ډاکټر فرايډمين مولر، څوک چې په هاغه شخصي هسپتال کې مشر ډاکټر دى چې دمنیره عبدالله علاج پکې کیدلو، ويلي منیره دنيم بې هوشۍ په حال کې وه،

ددغه ډاکټر په وینا داسې ډير کم کيسونه مخې ته راغلي چې پکې يو مريض ددومره اوږدې مودې وروسته روغ شي.

دنيم بې هوشۍ په حالت کې مريضان په دريوو درجو کې ويشل کيدى شي، دبشپړې کوما په حالت کې يو مريض دبيدارۍ هيڅ نخښانې نه ښايي، سترګې يې پټې وي او دماحول په وړاندې هيڅ ځواب نه وايي،

په يو بل حالت کې مريض بيدار ښکاري خو دبيدارۍ هيڅ نخښې نه ښايي، او دکمې بې هوشۍ حالت کې داسې وختونه شامل وي چې پکې هغه لږ ډير بیدار وي ، دبيلګې په توګه په پوښتنې کولو ګوته خوځولی شي، خو دغه دريواړه حالتونه دکوما په توګه يادول کيدى شي.

دمیرمن منیره عبدالله درغيدو نخښې تيرکال هاغه مهال مخې ته راغلې کله چې هغې خپل ځوې ته غږ ورکول پيل کړل، څو اوونۍ وروسته هغې دقرآن پاک څخه دايتونو ویل پيل کړل ،دغه ایتونه هغې څو لسیزې دمخه ایزده کړي وؤ.

ډاکټر مولر وايي هغوي په لمړي سر کې په دې باور نه کولو، خو بالاخره دا بيخي په ډاګه شوه چې هغه خپل ځوې ته نوم اخلي.

ډاکټر مولر ويلي هغه هېله نه لرله چې آغلې عبدالله به دغه رقم روغه شي

دهغې ځوې ښاغلي ويبير ويلي د١٩٩١ په حادثه کې هغه له ژوبل کيدو بچ شوى و، ځکه چې د زیان نه دبچ کیدلو په خاطر پخپله غيږه کې نيولى ؤ.

هغه ویلي "زما لپاره هغه دسرو زرو پشان وه، څومره څومره چې وخت تيريدو، هغه زما لپاره نوره هم قيمتي کيدله"

دورځپاڼې له مخې ميرمن عبدالله اوس متحده عرب اماراتو ته ستنه شوې ده او دابو ظهبۍ په يو هسپتال کې يې علاج روان دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG